تر دې وروسته به موټر په چورت وهلو چلېږي

د ټیکنالوجي په برخه کې د انسان د پرمختګ بېلابېل خبرونه په سرخط کې هره ورځ لولئ، نن راځئ داسې څه ولولئ چې خامخا به مو حيران کړي.

تاسې به هم له ځينو کسانو اورېدلي وي چې کاشکې مرغه وای، الوتی وای، يا به مو دا ټپه اورېدلې وي چې په اندېښنو او چورتونو مې ځان پاچا کړ، يا دا چې په چورت کې پلاني ځای ته تللی وم، خو تر دې وروسته به د چورت په زور رښتيا هم له يوه ځايه بل ځای ته تلای شو.

ساینس‌پوهانو داسې یو موټر جوړ کړی چې ستاسې د ذهن په اشارو چلېږي، یانې هر وخت چې کوم ډول فکر د موټر چلولو په اړه ستاسې په ذهن کې راشي، دغه موټر به فرمان ستاسې له ذهن څخه اخلي او بیا به هماغه ډول حرکت کوي.

دا موټر لا بازار ته نه دی وړاندې شوی، خو د معاصرې ټیکنالوجي دا مخکښ موټر به ډېر امتحاني ځغاسته وکړي.

د جاپان موټر جوړوونکې کمپنۍ نسان ویلي، دا موټر یوازې د انسان په فکر او ذهن چلېږي، بې له دې چې نور عضلات پرې حاکمیت ولري.

د موټر چلولو پر مهال به موټر چلوونکی یو ډول هیلمټ یا خولۍ په سر کوي چې ټول تماسونه یې په موټر کې له شته یو سکرین سره نښلول کېږي او هر فکر چې تاسې یې لرئ، له مغزو د فرمان په اخیستو به هماغه ډول حرکت کوي.

کمپنۍ ویلي، شاید دا موټر تر ۲۰۲۲ مېلادي کال پورې بازار ته وړاندې شي، تر هغه نو تاسې صبر وکړئ.

سرخط ورځپاڼه