پنجشنبه , 18 اپریل 2024

ته خبر نه یې؟

 

ذکیه باران

تا پسې لوګی شومه لمبه شوم ته خبر نه یې

باد مې وړي سپېره شومه ایره شوم ته خبر نه وې

 

تا به زلیخا راته ویل یوسفه چېرته یې

تا پسې هغه شومه ړنده شوم ته خبر نه یې

 

تا ته خو بې درده ښکارېدمه رانه لاړلې

زه د ارمانونو هدیره شوم ته خبر نه یې

 

ته له واورې جوړ شوې زه له تورې تیږې جوړه شوم

ته که بت شوې زه هم مجسمه شوم ته خبر نه یې

 

ستا د یارۍ تور و ګرانه دا سزا یې راکړله

پلار غوندې سپین ږیري ته کوژده شوم ته خبر نه یې

 

ستا په شاعرۍ کې زه یم ته کوه انکار جانه

ستا په هر غزل کې قافیه شوم ته خبر نه یې

 

کله چې باران شي درته یاده شمه وژاړې

بېا دې په للمي زړه کې راشنه شوم ته خبر نه یې