پنجشنبه , 25 اپریل 2024

تور او شين چاى او روغتيا یي ګټې!

لیکنه: ډاکتر مريم (بهار)
چاى ډير پخوانى او لرغونى پنځه زره کلن تاريخ لرى .چاى د اول ځل لپاره دميلاد څخه 2737 کاله مخکى په چين هيواد کى د SHEN NUNG له طرفه په تصادفى ډول کشف کړى .کله چه د SHEN NUNG په جوش کړى اوبو کى دچاى پاڼه په تصادفى ډول لويده هغى پاڼى په اوبوکى رنګ او خوند ورکړ چه رنګ او خوند وروسته اول په چين کى بيا دهغه ځاى څخه نورو هيوادونوته سرايت او انتقال ومومى .
دچاى ګيا چه په لاتين ورته Camellia sinensir ورته وايى په دنيا کىتر اوبو وروسته دوهم استعمالونکى مايع ده چه ددنيا دنفوس دريمه برخه چاى استعالوى .
چاى پرخوند او لذت سربيره په چای کى دصحت له نګاه څخه زياتى طبى کټى ليدل شوىدى . چاى دميو او سبزى جاتو په څير په خپل ترکيب کى د Flavonoids پلاونٶيد په نامه ډيره اغيزناکه ماده لرى چه ډيرو ناروغیو په مقابل کى مقاومت ښى او انسان د ناروغیو څخه ساتى .پلاونٶيد flavonoidsاو پولى فينوليک polyfenolic مادى چه دچاو په ترکيب کى شتون لرى انتى اوکسيدانس خاصيت لرى .
په شين چاى کى د پلانٶيد مقدار زيات دى او په تور چاو کى طيا پلاوين زيا ت دى خو طبى تحقيقاتو ښودلى ده چه دواړه قسمه چاى کمياوى مادى د ناروغیو په مقابل يو شان تأثير ښى .
چاى د وجود دمايعاتو دتوازن او صحت لپاره ډيرى مفيدى او ګټورى دى .داوبو څخه وروسته دوهم استعمالونکى مايعات دى په اوسط ډول چه تحقيق ښودلى ده يوانسان تقريبآ په کال کى څلويښت 40 ليټره چاى استعمالوى خو په افغانستان كي کيداى شى ددى حساب څخه څو چنده وى .
چاى په خپل تركيب كې دنورو مشروباتو په څير يو اندازه کافين Caffeine مواد لرى چه دا کافين مواد دانسان پر عصبى سيستم او دعصابو پر ارامتيا ډير ښه مثبت تأثير لرى انسان ته خوشحاله کونکى حس ورکوى خستګى او ستومانى يي له منځه وړى اما ددغه کافين موادو مقدار تر خپل نورمال حد بايد زيات مصرف نشى ،دزيات مصرف کيدو په صورت په وجودکى منفى تأثيرا ښکاره کوى لکه سرچرخى ،دزړه ضربان …
ددغه کافين موادو مقدار دچاى د دم په وخت پورى ،دچاو په مقدار ،دچاو سره داوبو په مقدار او دپيالى په غټوالى پورى اړه لرى ،
مثلاً دکافين مقدار په 200ml دوه سوه ملى لټره پياله چاى کى 40mg ملى ګرامه ښودل شوى دى چه دنړيوال روغتيا سازمان له مخى انسان بايد په ورځ کى تر 300mg درى سوه ملى ګرامه کافين زيات مصرف نکړى.
دکافين مواد زيات استعمالول په انسان کى منفى تأثيرات ښکاره کوى لکه عصابانيت،دتوازن خرابوالى،بى خوبى،دزړه ضربان او داسى نور…
هم شين چاى او هم تور چاى دصحت لپاره ګټور ښودل شويدى .چاى دزړه په ناروغیو کی،دزړه درګونوپه ناروغیو کی ،په لوړفشارکى،دمعدى اوکلمو په کنسر يا سرطان په مخنیوکی کى ،دمفصل يا په اصلاح دبندو په ناروغیوکی ،دهډوکو په ناروغیو کی ډيرى ښه اغيرناکه او ګټورى ښودل شو يدى .
شين او تورچاى دواړه انتى اکسيدانس خاصيت لرى چه دډيرو نورو ناروغیو په مقابل کى هم ښه مقامت ښى .
تور او شين چاى په وجودکى دکلسټرولو مقدار راکموى او زړه ناروغی خطر را کښته کوى په چای کى flavonoids ماده دزړه د نهروغیو په مخنيوى کى مهم رول لوبوى .
هرتوګ HERTOG او ملګرو يي يوتحقيق کړيدى دى او ښودلى يي چه هغه خلګ چه په ورځ کى 29mg ملى ګرامه flavonoids ماده استعمال کړى دزړه دحملى خطر يي %68 کميږى
په نيدرليند netherlands کى د 4807 نفرو پر سر تحقيق شويدى هغه خلګ چه په ورځ کى درى پيالى يا 350ملى ليټره چاى مصرف کوى تر هغو خلګو يى کوم چه دچاى عادت نلرى %68 اته شپيته فيصده دزړه دحملى خطر کم دى .
په نيدرليند netherlands کى يو بل تحقيق پر 552 پاخه عمر لرنکو خلګوشويدى دى ،تحقيق ښودلى دى هغه خلګ چه دورځى يى 550ml چاى مصرف کولى تر هغه خلګو يى دزړه دحملى خطر کم وو کوم چه دورځى يى 300ml ملى ليټره چاى مصرف درلودى.
په جاپان کى د 552 نفرو پر سر تحقيق وشو ،تحقيق وښودل چه هغه خلګ چه دورځى لس پيالى يا 900ml نهه سوه ملى ليټره شين چاى مصرف کولى تر هغه خلګو يي دزړه دحملى خطر %58 اته پنځوس فيصده کم وو کوم چه دورځى يي درى پيالى يا 280ml ملى ليټره چاى مصرف کولى
چاى دکلمو ،معدى ،سرى غاړى ،او دشش () دسرطان په مخنيوى کى مقاومت ښى .په چاى کى د cateshin کتشين او theaflavin طياپلاوين مادى چه دا مادى په وجود کى سرطان يا دکنسر دحجرو مخه نيسى او نموړى مادى په وجودى کى دباکترياو وژونکى خاصيت هم لرى .
شين چاى دوزن په کمولو کى مهم رول لوبوى . ددى لپاره پر موږکانو تحقيق وسو ،يوګروپ موږکانوته يى شين چاى لرونکى غذايي مواد شروع کړه او بل ګروپ ته يي عادى نورمال غذا شروع کړه څلور مياشتى وروسته يي سره مقايسه کړه تحقيق وښودل چه هغه موږکان چه شين چاى لرونکى غذا يي ورکړى وه وزن تر هغه ګروپ موږکانو ډير کم وو کوم چه نورمال عادى غدايي خوړلى وه .
تور چاى دکم خونى سبب کيداشى .ځيني تحقيقاتو ښودلى ده چه تورى چاى دډوى سره يوځاى وخوړل شى دکم خونى سبب کيداشى .تورى چاى بايد تر ډوډۍ خوړلو يوساعت وروسته وچښل شى ځکه تورى چاى په غذاکى چه کومه اوسپنه ده
دهغى اوسپنى دعضم او جذب مانع ګرځى او وجودته داوسپنى دتلو مخه نيسي له دی خاطره تور چاى بايد د ډوى يوساعت وروسته چښل مناسب دی اما شين چاى بيا داخاصيت نلرى هروخت يي چښلاى شى .
دشين چاى او تورى چاى ترمنځ ډيرفرق نشته خو دشين چاى بعضى خوصيات تر تورچاى زيات ښودل شوى دى مثلأ شين چاى د بعضى عصبى مريضيو په له منځه وړلوکى مهم رول لرى لکه پارکينسون ناروغی parkinson’s disease او همدارنګه کيماوى مادى یی زياتى دى طبعى اوصنعتي جوړښت يي اسانه اوساده دى