پنجشنبه , 28 مارچ 2024

تور بانجان؛ د حیرانوونکو ګټو غوره منبع

راټولونکی:ډاکټر خپلواک

تور بانجان په نړۍ کې یو له هغو سبزیجاتو څخه دی چې هم يي خوند ښه دی او هم د بې شمیره روغتیايي ګټورو موادو غوره منبع ګڼل کېږي.

دغه خواړه ځینې ډېرې مهمې روغتیايي ګټې لري او کولی شي انسان له مختلفو ناروغیو څخه وژغوري. دلته مو د دغې خواړه له ځینو حیرانوونکو ګټو سره اشنا کوو.

تور بانجان د فایبر (Fiber) غوره منبع ده

فایبر (Fiber) نومې مواد د قبض ناروغۍ له منځه وړلو لپاره ډیر زیات ګټور دی. که غواړئ د قبض له ناروغۍ څخه ځان وژغورئ نو خپل ورځنۍ خواړه کې تور بانجان ته ځای ورکړئ. دغه خواړه له بدن څخه د مضرو موادو په خارجولو کې مرسته کوي. د یو شمیر روغتیايي څیړنو پر بنسټ دغه خواړه د غټو کولمو له سرطان څخه هم مخنیوی کوي.

وزن کمولو کې مرسته کوي

د یو ګیلاس په اندازه تور بانجان یوازې ۳۵ کالوري لري. تور بانجان هیڅ ډول وزن زیاتوونکی مواد نه لري. دغه خواړه انسان له اضافي خواړه خوړلو څخه ژغورلی شي.

پوټکی له زړیدو ژغوري

زیات شمیر لارې او خواړه د دې لپاره چې د پوټکی د زړیدو مخه ونیسي شتون لري خو د تور بانجان استعمال بیا په ټولو کې اسانه او ارزانه لاره ده. یو ګیلاس تور بانجان ۰.۴ ملي ګرامه ویټامین اي (Vitamin E) لري کوم چې د اکسیډنټ ضد پیاوړی خاصیت لري او د انسان پوټکی له زړیدو ژغوري.

د انرژي غوره منبع ده

دغه خواړه د پیچلو کاربوهایډریټونو یو له غوره منابعو څخه ګڼل کیږي. تور بانجان تاسې ته د اړتیا وړ انرژي درکولی شي. دغه خواړه د بي ویټامینونو (B-Vitamins) غوره منبع ده کوم چې د بدن پروټین او غوړ په انرژي بدلولی شي.

اعصاب پیاوړی کوي

تور بانجان اعصاب روغ او ځوان ساتي. د څیړنو پر بنسټ په تور بانجان کې شته روغتیايي مواد اعصاب د عمر د زیاتیدو له اغیز ژغورلو سره ځوان ساتي.

کولیسټرول ټیټوي

په تور بانجان کې شته فایبر د بدن د مضر کولیسټرول اندازه په بدن کې د غوړ موادو جذب څخه مخنیوی کولو سره کموي. دغه خواړه ویټامین ډي ۳ (Vitamin D3) هم لري کوم چې د ګټور کولیسټرول اندازه زیاتولو سره د مضر کولیسټرول اغیز له منځه وړي.