تیر کال پر بالیووډ د ښځو حکومت چلیده

د هند بالیوډ سینما هر کال تر سلو زیات فلمونه جوړوي، ځینې یې ښه، ځینې یې ډیر ښه او یو شمیر ډير خراب وي.

خو ۲۰۱۶ م کال د هند په سینما کې د ښځو د پیاوړتیا کال و. ددې کال ځینې مخکښ فلمونه پر ښځو متمرکز و لکه دنګل، پینک ( ګلابي)، نیرجا او اکیرا.

هغه فلمونه چې پر ښځو متمرکز وي، هغو ته ډير ځواک ورکوي چې اړتیا ورته لري.

انوشکا شرما په سلطان فلم کې نه یوازې دا چې پر ښځو متمرکز رول درلود بلکې ښه یې هم ولوباوه. هغې په دې رول کې د ښه ځایدو لپاره مسلکي پهلواني زده کړه.

پرینکا چوپړا لپاره ۲۰۱۶ م کال ډیر ښه و، هغه په دې کال د ټایمز مجلې یو د سلو اغیزناکو له ډلې وبلل شوه. د اوسکار د وړاندې کولو پر مهال له ۱۴ وړاندې کونکو څخه یوه وه. په ایمې ایوارډ کې وړاندې کونکې وه او د خلکو د انتخاب په نوم د ایوارډ ګټونکې وه. پر دې سربیره هغه د امریکا په ټولو ټاپ شووګانو کې برخه درلوده.

ډیپیکا پاډوکون، لپاره هم د ۲۰۱۶ م کال له بریاوو ډک و. دې هندي سینمايي ستورې هم په دې کال کې په هندي سینما او امریکايي سینما کې د پام وړ بریاوې لرلې .

پر یادو سربیره په دنګل او پینک فلمونو کې هم نه یوازې چې فلمونه د ښځو پر پیاوړتیا متمرکز وو، بلکې یو شمیر ښځینه اکټرانو په کې داسې رولونه ولوبول چې هم یې د دوی رول او هم یې فلمونه پیاوړي کړل.

په دې فلمونو کې د اندریا ترینګ، کریتي کولاهاري، تپسي پانو، زایره وسیم، فاطمه ثنا او ثنیا مالهوترا رولونو تر نورو ډیره پاملرنه ورواړوله.