جالب حقيقتونه!

 

۱- د نړۍ تر ټولو عامې ژبې، چې ډیر ويونکي لري، انګليسي، اسپانوي، او چينايي دي.

۲- په انګليسي ژبه کې تر ټولو زیات استعمالونکی توری د E توری دی.

۳- هره پیشو په هر غوږ کې دوه دیرش عضلې لري.

۴- پيشوګانې د ژوند ۶۶% برخه په خوب کولو تیروي.

۵- سويزرلنډیان تر ټولو زیات چاکلېټ خوري، هر شخص یې په هر کال کې لس کیلو چاکلېټ خوري.

۶- اته فيصده خلک یوه اضافي پښتۍ لري.

۷- په اوسط ډول یو شخص په اوو دقیقو کې خوبولی کېږي.

۸- زياتره حشرات شپږ پښې لري.

۹- د کېلو (bananas) په جوړښت کې پنځه اویا فیصده برخه اوبو نيولي.

۱۰- کله چې تاسو خبرې کوئ، ستاسو دوه اویا عضلات په خوځښت راځي.

۱۱- په اوسط ډول د نړۍ يوولس فيصده خلک چپ لاستي دي (يعنې خوراک څښاک او نور ټول کارونه په چپ لاس کوي) .

۱۲- یو نارمل انسان د ژوند پنځه ويشت کاله په خوب کولو تیروي.

۱۳- هر انسان دوه سوه دیرش بندونه لري.

۱۴- زارفه او انسان په اورمېږ کې مساوي هډوکي لري، يوازې د زارفې اورمېږ اوږد دی.

۱۵- پوستکی د انسان د بدن تر ټولو لوی غړی دی.

۱۶-د انسان د بدن د وزن ۱۶% برخه پوستکي نيولي.

۱۷-د ګوتو نوکان په اوړي کې ډیره وده کوي.

۱۸- په هرو څلورو مياشتو کې د وينې د سرو حجرو یو نوی سيټ ستاسو رګونو ته داخلېږي.

۱۹- د سترګو عدسیې په ټول ژوند کې په یوه اندازه وي.

۲۰- په هره دقیقه کې سل میلیونه حجرې د انسان مري،

او سل میلیونه نوي زیږي.

ژباړه: نجیب الله خان