پنجشنبه , 25 اپریل 2024

جاکلین ولې ژاړي؟

د هندي سینما توموتې ستورې جاکلین فریننډیز په بنکاک کې د خپل راتلونکي فلم ريِس۳ لپاره د شوټینګ چارې بشپړې کړې.

نوموړې له بنکاکه د ستنیدو په وخت کې وویل، چې زړه يې نه غواړي، له خپلې ډلې بیله شي. هغې وویل، چې په سترګو کې د بیلیدو اوښکې ګرځي. د جاکلین دا اوښکې د فلم د شوټینګ د پوره کیدو په خوشالۍ او د خپلې ډلې څخه د جدايۍ په خپګان کې وي.

ریس ۳ (Race3) د سلمان خان او جاکلین ګډ فلم دی، چې د راتلونکې جون میاشتې په اختر کې به خپور شي.

د ریس فلمونو اوله برخه يې انیل کپور، سیف علي خان، بیپاشه باسو او امیشه پټیل جوړه کړې وه. دوهمه برخه يې بیا جان ابرایم، ډیپیکا پاډوکون، او جاکلین جوړه کړې وه.

ددې فلم دریمه برخه سلمان خان او جاکلین جوړوي، چې سلمان خان يې د خپرولو چارې هم په غاړه اخلي.

سلمان خان او جاکلین تر دې مخکې په کیک Kick نومي فلم کې هم ګډ لوبیدلي دي.