چهارشنبه , 24 اپریل 2024

جرمني نوی الوتونکی برېښنايي موټرجوړ کړی

دجرمني یوه شرکت داسي الوتونکي برېښنايي موټرجوړکړی چي داړتیا په مهال په ډیره اسانۍ سره لازم پرواز کولای شي چي دلیلیوم جیټ (Lilium Jet) په نوم یاد شوی دی.الوتونکي موټر

دالوتونکی موټر د Lilium Aviation شرکت لخوا جوړشوی چي دعمودي الوتنې په مهال دالوتکوپه څیرځغاستې ته هم ضرورت نه لري ،بلکي خپله ځای په ځای پورته کیږي.

دشرکت مسؤلین وايي چي د دوی (Lilium Jet) نومی موټر په یوه ساعت کې تر۸۰۰کیلومتره واټن په ډیرسرعت سره وهلای شي اوتوانايي تردې هم ډیره ده.

ددې شرکت کارپوهانو ددې موټرنورې ځانګړتیاوې دهم ښودلې چي ترالوتکو کمه انرژي مصرفوي ،برقي سامان الات یې په ښارونو کې ترډیره دلږ مصرف لرونکي ښودل شوي،اوپه ښاري چارو کې تربل هرڅه ګړندي او په کار راتلونکي دي ،خودوی ویلي چي دپوځي اوحکومت عاجلو مرستولپاره هم کارول کیدای شي اودعام وګړو لپاره دامرجنسي مرستوښه آله بلل کیدای شي.

تراوسه پورې دغه الوتونکي موټر  د دوکسانو لپاره ځای ناستې چوکۍ لري ،خو شرکت په پام کې لري چي تر۵پورې یې وغځوي،هغوی وايي چي ددې موټرپلوربه تجارتي بازارونو ته ډیر ژر ورسوي ترڅو دعامه چارولپاره په کارشي.