نن مازیګر شاوخوا څلورنیمې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند د بنګړيوالانو کوڅې ته څېرمه عرب پلازې مخې ته نامعلومه کسانو د انعکاس راډیو ټلویزیون د دوبلې څانګې درې ښځينه کارکوونکې په ډزو شهیدې کړي دي.
عیني شاهدانو انعکاس ته وویل، یو تن وسله وال د تفنګچې په وسیله د انعکاس راډیو تلویزیون دوه تنه ښځينه کارکوونکې د بنګړيوالانو کوڅې مخ ته او د انعکاس راډیو تلویزیون یوه بله کارکوونکې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند قصبې سیمه کې په ډزو شهیدانې کړي دي.
وسله وال له سیمې تېښتېدلي دي.
تراوسه د پېښو مسئولیت چا نه دی منلی.