حالم بي بي! زه په پوره هوش او حواس تاسې ته دریم طلاق درکوم.

حلال د بالیووډ نوې جوړیدونکی فلم دی، چې د هندوستان کې د مسلمانو کورنیو د واده په دود او دوستر او میرمنو ته د طلاق ورکولو په اصولو جوړ شوی دی.

د فلم لومړۍ یوه دقیقي ویډو خپره شوې، چې پکې یو نفر په عام محضر کې خپلې میرمنې ته درې طلاقه ورکوي.

ویډو کې یو کس راپورته کیږي او د عامو خلکو په مخکې خپلې میرمن ته وايي:

((حالم بي بي! زه په پوره هوش او حواس تاسې ته طلاق درکوم.))

نوموړی ددې جملې په تکرارولو سره درې طلاقه خپل میرمن ته ورکړي. په همدې ویډو کې بیا یو بل کس په  خپل کور کې د میرمنې سره له جګړې وروسته درې طلاقه ورکوي.

فلم به د سپمتبر په ۲۹ مه خپور شي.

طلاق په هند کې د مسلمانو کورونیو تر مینځ هغه اسلامي مسله ده، چې په اړه آن د هند په حکومت کې د ننه هم نانندرې راپورته کړې. حکومت ټینګار کوي، چې ښځې باید دومره په اسانه طلاق نه شي.