حامد کرزى که اشرف غني؟

 

د حامد کرزي او اشرف غني ترمينځ څه توپير دى او غواړم چې د دواړو د حکومتونو د کارونو يو پرتليز جاج واخلم، ځکه چې په وروستي وخت کې د حامد کرزي پالېسۍ بدلې شوي دي، نو له هر څه مخکې د دواړو په حکومتونو او پالېسيو يو نظر اچوو. حامد کرزى او اشرف غني

حامد کرزى چې د موقتي ادارې او بيا له هغې وروسته په ټاکنو کې دوه ځل بريالى او د افغانستان ولسمشر شو، نوموړي څوارلس کاله په ارګ کې تېر کړل.

حامد کرزي د شمالي ټلوالې او د امريکا په همکارۍ طالبان له واکه وغورځول او په خپله واک ته ورسېد.

حامد کرزي د خپل حکومت په وخت کې د طالبانو پر ضد سخت دريځ خپل کړ، ډېرى طالبان قوماندانان يې امريکا ته په لاس ورکړل او ډېرى يې له مينځه يوړل او ډېرى بنديان ول. حامد کرزي غوښتل چې په هره لاره وي چې طالبان له مينځه يوسي او افغانستان ترې خلاص کړي، خو په دې کې به غفلت د امريکې وي او که د حامد کرزي، چې طالبان وروسته نور هم پياوړي او قوي شول.

خو د حامد کرزي په وخت کې د افغانستان په هر ولايت کې بې پايلټه الوتکو بريدونه کول او داسې ورځ نه به تېرېده، چې امريکايي الوتکو دې پر طالبانو بمباري نه وي کړي او له مينځه يې نه وي وړي.

اشرف غني هماغه پالېسي لري، چې طالبان او داعش له مينځه يوسي او چې په هره لاره کېداى شي، په دوى زور وازمايي او د دوى مهم مرکزونه بمبار کړي، د دوى مهم قوماندانان ووژني او دې ته يې مجبور کړي، چې يا دولت ته تسليم شي او يا هم له دې خاورې وتښتي او يا ووژل شي.

په دې هڅه کې په طالبانو او داعش ډېرى بمونه غورځول شوي دي، چې په اچين کې يې د بمونو مور، يا تر ټولو لوى بم ښکاره نښه ده چې غورځول شوى دى پرې.

 

حامد کرزي هم په خپل وخت کې د وسله والو سره د سولې هڅې کولې، غوښتل يې چې هېواد ته سوله راولي، ځکه ښه حکومتوالي او ولس ته سوله راوستل يې شعارونه ول او په دې هڅه کې و، چې دا دواړه کارونه ترسره کړي، خو په حکومت کې يې فساد دومره سېوا شو، چې نه يې سوله راوستله او نه يې حکومتوالي ښه کړه.

خو اشرف غني که طالبان د سولې مېز ته راونه وستل، نو د حزب اسلامي ډلې سره يې د سولې تفاهمنامه ليک امضا کړ او اوس کېداى شي چې د حزب اسلامي ګوند مشر هم څو ورځو کې افغانستان کې راښکاره شي.

خو د ښې حکومتوالۍ او د فساد د مخنيوي په لاره کې لا هم اشرف غني ته ډېر کار پکار دى او ولس له نوموړي رضا نه ښکاري.

پاکستان چې زموږ ګاونډي هېواد دى او ټول عمر يې په افغانستان کې لاسوهنه کړې ده، له ياد هېواد سره د اړيکو ښو کولو او دغه هېواد له دې لاس په سر کولو، چې په افغانستان کې نوره لاسوهنه ونه کړي، هغه وخت حامد کرزي هم خپله ډېره هڅه وکړه، خو دا هېواد يې دې ته اماده نه کړ چې له خپلو ناوړو کړنو لاس واخلي، ګنې حامد کرزي د جيو تلويزون سره تر دې پورې ويلي ول، چې که چېرې هندوستان په پاکستان بريد وکړي، نو دى به له پاکستان سره ودرېږي.

د حامد کرزي ټوله تکيه پر پاکستان وه، که د تورخم لار به يوه ورځ هم بنده شوه، نو په افغانستان کې به خوراکي توکي يا نور ضروري توکي چې له پاکستان څخه به راوړل کېدل، په بازارونو کې کمېده، بيې به يې لوړېدې او خلک به دې ته مجبورېده، چې د پنځه سوه افغانيو د اوړو بوجۍ په اووه زره واخلي.

خو اشرف غني بيا په دې لاره کې ډېر بريالى دى، ځکه چې په لومړي سر کې اشرف غني هم د پاکستان سره د اړيکو ښو کولو هڅه وکړه، خو وروسته يې افغانستان ته بديلې لارې پېدا کړې او پاکستان له يوې مياشتې ډېره د ډېورنډ کرغېړنه کرښه وتړله، خو افغانستان ته يې هيڅ زيان ونه رسولاى شو، ځکه چې افغانستان خپله تکيه له پاکستان لېرې او نورو هېوادونو سره يې اقتصادي اړيکې جوړې کړي دي.

حامد کرزى چې کله واک ته ورسېد، نو د خپل واک په وخت کې يې شمالي ټلواله په افغانستان حاکمه کړه او ډېرى څه يې دغه خلکو ته ورکړل، چې د پښتنو په حق کې يې ډېر زياتى وکړ، خو اشرف غني يا له دغه خلکو څخه ويرېده او يا څه بله وجه وه، خو شمالي ټلوالې ته يې پاملرنه ډېره وه، خو افسوس دا دى، چې په اخره کې ورته شمالي ټلوالې هيڅ ارزښت ورنکړ او ان تر دا، چې سپکاوى يې هم ورته وکړ.

همدغسې اشرف غني هم د ډاکتر عبدالله سره واک نيم په نيم کړ او نيم واک يې دغه خلکو ته وسپاره، چې د ولس په رايو يې تېرى وکړ او د ملي يووالي په نوم يې دوه سرى حکومت جوړ کړ، چې ولس ترې په دې ډېر خفه شو.

خو اشرف غني يو کار دا وکړ، چې جنرال دوستم يې له ځان سره کړ، لومړى مرستيال يې کړ او وروسته يې په کور کېناوه، د عطا محمد او ډاکتر عبدالله ترمينځ يې اړيکې خرابې کړې او بيل يې کړل، احمد ضيا مسعود يې له دندې ګوښه او د عبدالله پر ضد کړ، نو شمالي ټلواله يې خرابه هم کړه او ماته ماته يې کړه.

حامد کرزي هم په خپل وخت کې بلا شى نيول شوي طالبان په پلچرخي کې وساتل او د ملت پېسې پرې وخوړلې او ولسمشر اشرف غني هم په همدې لاره روان دى او اوس هم بلا شى طالب قوماندانان او نور د دې ډلې غړي د پلچرخي په زندان کې ساتي.

حامد کرزي د خپل حکومت په وخت کې ډېرى لوړ پوړو امريکايانو ته مډالونه ورکړل، چې ولسمشر بُش پکې يو له هغو څخه دى، چې حامد کرزي ورته په خپله مډال وتاړه، خو چې کله د واک له ګدۍ لېرې شو، نو بيا د حامد کرزي پالېسۍ بدلې شوې، ځکه چې يو خوا هېواد ته سوله رانغله او بيا خوا حکومتولي هم ښه نه شوه، دولتي ماموران په فساد کې تر سپېږو هم ور ها خوا ډک ول، نو حامد کرزي خپل ټول محبوبيت د ولس پر مينځ کې بايلود.

 

ولسمشر اشرف غني هم امريکايان وستايل او ځينو ته يې مډالونه ورکړل، خو لا هم ورته کار پکار دى، چې هسې نه وروسته د ده پالېسۍ هم بدلې شي.

حامد کرزى چې پوه شو، چې اوس يې نور نو په ولس کې محبوبيت نشته، نو طالبانو ته يې خپل وروڼه ويل پېل کړل او ان تر دې پورې يې وويل، چې طالبان اوس يو قدرت دي او دا خبره بايد ومنل شي، په اچين د امريکا د بمونو د مور د غورځولو په اړه يې سخت دريځ خپل کړ او تر دې يې وويل، چې امريکا له دې هېواده وباسي.

د طالبانو حمايت يې وکړ او د روسيې، ايران او نورو هېوادونو په اړه يې هم داسې خبرې وکړې، چې ولس ته د منلو وړ نه دي، (که څه هم اوس يې بيان راغلى، چې طالبان يې وروڼه نه، بلکې ترهګر دي).

نو اوس دې ته کتل پکار دي چې د ولسمشر غني پالېسۍ به څه وي، ايا هغه به په همدې لار روان وي، چې په کومه تراوسه روان دى او که نه، هغه به هم د حامد کرزي په څېر د ځان لپاره نورې لارې پېدا کوي.

که ولسمشر غني په دويم ځل هم بريا ترلاسه کړي او د سولې او ښې حکومتولۍ په راوستلو کې ناکامه شي، نو بيا به څه کوي او په ولس کې به خپل محبوبيت څنګه پېدا کوي، ځکه چې اوس يې هم هغه محبوبيت نه دى پاتې، چې په لومړي سر کې و.

دا هر څه به وخت راښکاره کړي او په تاريخ کې به ثبت شي، ځکه يواځې تاريخ دى، چې د دواړو ترمينځ د ښه او بد توپير کولاى شي.

ليکوال : ډاکتر سيد نصيب الله