حنیف اتمر: روسیه باید پر طالبانو فشار راوړي، چې د سولې خبرو ته حاضر شي

د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر پرون په مسکو کې د خبري غونډې پر مهال ویلي، چې روسیه د افغانستان په سوله کې مهم رول لوبولی شي، نو دغه هېواد ته په کار ده، چې پر طالبانو فشار راوړي او د سولې خبرو ته یې حاضر کړي.

د فرانس پریس خبري آژانس د خبر له مخې اتمر له خپل روسي سیال نیکولای پتروشف سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، چې د روسیې او طالبانو اړیکې دې د یوې نړیوالې با صلاحیته ډلې له لوري و څېړل شي. دده په وینا افغان حکومت د روسیې او طالبانو د اړیکو په اړه هېڅ ډول شواهد نه لري، خو دا له دغه ډلې سره د مسکو د اړیکو مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. اتمر زیاته کړې، که روسیه له طالبانو سره اړیکه لري، نو ښه به وي چې دغه ډله د سولې خبرو ته حاضره کړي، نه دا چې طالبان له دغه اړیکې ناسمه ګټه پورته کړي. بلخوا تېره ورځ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن بیا له یوه امریکايي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي و، چې روسیې له طالبانو سره د سپکو وسلو مرسته کړې ده.