حواسو د راجلبولو هنر

 

ژباړن: ذبيح الله رحيمزی

۱ـ هنر: داسې څه وواياست چې اورېدونکي اورېدو ته په تمه وي.د دې کار د ترسراوي لپاره د مخاطبينو پېژندل ډېره مهمه ده، داسې څه وواياست چې هرتن  يې اورېدو ته لېواله وي.

۲ـ هنر: د يوې عادي موضوع په اړه د يوه ځانګړي امر ګټه  واخلئ. دا به ډېر د پام او توجو وړ وګرځي. ضرب المثل کولای شي،  د خبرو د بې اړيکو اصطلاحاتو د يوځای کېدو ښه سرچينه شي، که څه هم دا کار به ګډونوال فکر کولو ته اړ کړي.

۳ـ هنر: د تصويري زده کړيزو توکو ګټه واخلئ. د خپلو خبرو سره د مرستې لپاره تاسې کولای شئ سلايډ وکاروئ.

۴ـ هنر: د بحث موضوع اعلان کړئ. د متن، جملې او نقل قول په لوستلو سره کولای شو د بحث موضوع معلومه او روښانه کړو.

۵ـ هنر: يو طنزيه داستان وواياست. دا يوه عمومي چاره ده، ممکن ډېره ښه هم نه وي؛ نو د همدې لپاره ما هم په وروستيو کې راوړ، يا مې ترې يادونه وکړه. که چېرې غواړئ د وينا پيل مو په يوې ټوکې يا لطيفې وکړئ، پام مو وي هغه د اوسنۍ ټولنې سره برابره وي. او غوره به دا وي د هغه چا په نوم يې ونوموئ چې د اورېدونکو يا برخه والو ته پېژاند شخص وي او تاسې بايد ډاډه شئ، چې په دې کار مو هغوی ونه ځوروئ.

۶ـ هنر: د ګډونوالو د پام راګرځونې لپاره مو خبرې په يوې پوښتنې، يو مثال، نوي خبر او يا جالب نقل قول پيل کړئ؛ څو دوی له ځانه سره وساتئ.

خبرې مو په رسمي  ډول مه شروع کوئ، مه پرېږدئ چې خبرې مو درڅخه په رسنيز  ډوله راپور بدلې شي،  هڅه وکړئ هغه په دوستانه ډول مطرح کړئ.