خامې ګازرې مه خورئ؛ په اوبو کې يې جوش کړئ

ګازرو د خپل اهمیت له وجهې، ((د ګازرو نړیواله ورځ)) خپله کړې او د اپریل څلورمه اوس د روسيې، فرانسې، چاپان او ایټالیا په ګډوون په نورو هیوادونو کې هم د ګازرو د نړیوالې ورځ په توګه لمانځل کیږي. دوی وايي، موخه يې د ګازرو د اهمیت څخه خلک خبرول دي.

ګازره چې هر ډول وخوړل شي، روعتیا ته ګټوره ده. د ګازرو اوبه، جوس، سابه، سوپ او نور ټول فایده لري؛ خو اصلي پوښتنه داده، چې د ګازرې کوم ډول ډيره فایده لري؟! خامه (اومه) که په غوړیو یا اوبو کې پخه شوې؟!

ډاکتران وايي، چې په غوړو کې پخه او سابه شوې ګازرې او یا هم په اوبو کې جوش شوې ګازرې نسیبت خامو او اومه ګازرو ته ۳۹ سلنه ډیره فایده لري او د انسان پر بدن خورا ښه اغیز کوي.

ګازرې د سرطان او زړه ناروغیو سربیره د وینې غوړ کموي او د سترګو دید زیاتوي.