پنجشنبه , 28 مارچ 2024

خرابې توپ وهنې له امله استرالیا له پاکستان څخه ماتې وخوړه

د استرالیا او پاکستان ملي لوبډلو تر منځ د پنځو شل اوریزو سیالیو دوهمه لوبه نن ترسره شوه. دغې لوبې کې استرالیا د خرابې توپ وهنې له امله پاکستان څخه په ۶ وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه استرالیايۍ لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه خو د استرالیا لوبډلې د لوبې پیلونکي لوبغاړي له ځانګړو منډو جوړولو پرته خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې.

استرالیا په ۴۸.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې د لوبډلمشر سمېت غوره توپ وهنې سره ۲۲۰ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره سمېت په ۱۰۱ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۶۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی و. وېډ په ۵۶ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۵ او هېډ په ۳۱ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۲۹ منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.

د پاکستان لپاره محمد عامر تر ټولو زیاتې وېکېټې اخیستونکی توپ اچونکی و. محمد عامر خپل ۹.۲ اورونو کې ۴۷ منډو ورکولو سره ۳ وېکېټې واخیستې. جنید خان او عماد وسیم دوه دوه وېکېټې او حسن علي او شعیب ملک یوه یوه وېکېټه واخیسته.

پاکستان ټاکل شوی هدف یوازې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۴۷.۴ اورونو کې د محمد حفیظ او شعیب ملک غوره توپ وهنې سره پوره او استرالیا ته په ۶ وېکېټو ماتې ورکړه.

د پاکستان لپاره محمد حفیظ په ۱۰۴ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۷۲ او شعیب ملک په ۵۲ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۲ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو ښه وځلېدل.

د استرالیا لوبډلې لپاره یوازې سټارک او فالکنر د وېکېټې په اخیستلو بریالي شول. سټارک خپل ۱۰ اورونو کې ۴۵ منډو ورکولو سره ۲ وېکېټې او فالکنر خپل ۹ اورونو کې ۴۸ منډو ورکولو سره ۲ وېکېټې واخیستې.