خوږ غزل

زه په دې په هغې نه يم چې مسجد که بت خانه ده

چـې جانان پکــې اوسېږي هـــم هغه زمـا کعبه ده

د مـذهب بـنياد پرستو د انسان خونريزي بند کړئ

لــوی مـذهب انـسانيت دی، مـحبت لــويه سجده ده

چې په اور راته مخ تور کړي بيا مې ټيټي سترګې بيايي

زه به هــغه جنت څــه کړم، چــې دوزخ يـــې دروازه ده

شيخ چې دېرش روژې پوره کړې، نو په ږيره لاس راښکه

دې ته نه ګـــوري د وږو چــم کـــې هــره ورځ روژه ده

دعزت الله ځواب له واله…