خټین لوښي، د افغانستان کلتوري ارزښت او د ښکلا وسایل

د کلالۍ هنر د افغانستان له پېژندل شويو لاسي صنايعو او کسبونو څخه دی، چې د هېواد په هره سيمه کې ډېر ارزښت لري.

له تاريخي روایتونو سره سم ویل کېږي، چې د خټينو لوښو د جوړولو یا سفالي صنعت شاوخوا ۴۰۰ کال وړاندې له بخارا څخه افغانستان ته راوړل شوی او تر اوسه هم د هېواد په ځینو ځایونو کې دغه صنعت ژوندی دی.

کلالي زموږ په هېواد کي ډېر اوږد تاريخ لري او  د ځينو تاريخ پوهانو په وينا د دغه هنر لرغونوالى ان د اريايانو تر زمانې رسيږي.

نور په دې ویډیو کې..