خپله کیسه ولیکئ

لیکواله: روتن رېد

ژباړه: شفیق امیرزی

نننۍ لیکنه له پخوانیو هغو سره توپير لري. په دې لیکنه کې زه د لیکوالۍ پر تخنیکونو او یا تخنیکي اړخ خبرې نه کوم. نن زه بل څه وایم، تاسې خپله کیسه ولیکئ؛ ځکه هغه د ډېرو لپاره مهمه ده.

انساني ژوند د بېلو تجربو ټولګه ده. هر څوک بېلې تجربې، دردونه، خوندونه، مینه، نړۍ او بالاخره د نړۍ په اړه د لید یوه بېله زاویه لري، نو ځکه خو ټینګار کوو، چې تاسې خپله کیسه ولیکئ. دا چې تاسې ولې باید خپله کیسه ولیکئ، زه دلته دوه قوي دلیلونه راوړم.

موږ ۲۰۱۷ کال تېر کړ. ټول ښايي ځینې تجربې او داستانونه ولرو، ټولو داسې څه لیدلي، چې باید له نورو سره یې شریک کړو. زموږ تجربې ښایي ترخې وي، خو زموږ د رښتینې کیسې یوه ګټه به دا وي، چې نور ددغو تجربو له تکراره ډډه کوي.

زه بیا هم وایم، چې د هر چا تجربې بېلې وي، خو زموږ تجربې خاص دي. هغه ارزښتمنې دي، زموږ خپلې تجربې کولی شي، د ژوند په اړه د لوستونکي یا مخاطب درک پیاوړی کړي. یا ښه ده ووایم چې د ژوند په اړه د مخاطب د تجربو او پوهې دایره پراخولی شي. زه دوه دلیله لرم چې تاسې باید خپله کیسه ولیکئ:

ستاسې کیسه، تاسې یاست!

ستاسې کیسه په تاسې پورې اړه لري. هغه ستاسې تجربه ده، ستا غوښتنې پکې راغلې دي، ستا نړۍ لید پکې نغښتی دی او ستا غږ دی. بل هېڅوک نه شي کولی ستا پیغام او ستا غږ نورو ته په سمه توګه ورسوي. که غواړې له تجربو دې نور ګټه پورته کړي پخپله یې ولیکه، خپل غږ پخپله نورو ته ورسوه. ستا تجربې ستا شخصیت دی او ستا کیسه ته پخپله یې. که خپله کیسه ولیکې، پخپله له خلکو سره خبرې کوې.

لیکوال نیل ګیمان په دې اړه وايي: موږ باید خپل غږ ته انعکاس ورکړو، ددې تمه و نه لرو، چې خپل غږ د نورو له خولې واورو. زموږ کیسه موږ ته سکون راکوي، خو نورو ته یو پیغام لېږدوي. زه دا نه وایم چې د نورو تجربې مه کاپي کوئ. پروا نه کوي، هغه پخپلو کیسو کې ګډې کړئ، خو خپله اصلي تجربه او خپل رښتینی غږ نورو ته رسول بېل خوند لري. د خپلې خوښې سندرې، کیسه، د خپلې خوښې وړ جشن په اړه خبرې، د خپلې نڅا کیسه او بالاخره د خپل احساس کیسه که وکړئ د نورو پر زړونو پرېوزي. ستاسې غږ او ستاسې تجربې ښايي د ډېرو لپاره مهمې وي.

نو زه هم وایم، چې هيڅوک ستاسې فکر نه لري، هېڅوک ستاسې احساس، تجربې، تخیل، نړۍ لید، هیلې او درد نه لري. نو ستاسې کیسه ستاسې او نورو لپاره مهمه ده. ستاسې کیسه خاصه ده او ستاسې کیسه ارزښتمنه ده. د لیکوال لپاره تر ټولو لوړ کار دا دی، چې خپلې رښتینې تجربې او خپلې کیسې ولیکي او نورو ته یې وړاندې کړي. نو خپلې کیسې ولیکئ او خپرې یې کړئ!

ستاسې کیسه طبیعي ده!

خپله کیسه ولیکې، ځکه هغه طبیعي ده. د خپلې کیسې لیکل وخت غواړي دا طبیعي خبره ده. تاسې وخت ورکړئ، تمرین وکړئ او خپلې کیسې ولیکئ. ستاسې کیسې ارزښتمنې دي او خلکو ته د دروغو پر ځای واقیعي او طبیعي ښکاري.

د خپلو شخصي تجربو لیکل مهارت او تمرین ته اړتیا لري. زه ډېر خلک پېژنم دوی ته وایم خپلې تجربې ولیکئ، وايي هیله لرم و یې لیکم، خو نه یې شم لیکلی. دا سمه ده، چې په لومړي سر کې د خپلو خبرو لیکل ګران دي. خو تمرین ته اړتیا لري، که تاسې خپلې تجربې یو په یو د یوه شهکار په بڼه وړاندې کول غواړئ نو دا ناشونی کار دی.

خو د تمرین او هره ورځې لیکلو پر مټ تاسې کولی شئ، هم خپلې تجربې له خلکو سره شریکې کړئ او هم خپلې لیکوالئ ته وده ورکړئ. نو ستاسې تجربې او ستاسې کیسې اصلي دي. خوند لري او لوستونکي لري. د نورو د کیسو د لیکلو پر ځای خپلې کیسې ولیکئ، خپلې تجربې له لوستونکو مه سپموئ.

دا طبیعي ده، د خپلو کیسو لیکل به مو وخت وغواړئ، خو لیکل یې بې ګټې نه دي. وخت ورکړئ خو دا کار مه پرېږدئ.