پنجشنبه , 28 مارچ 2024

خپلو ماشومانو ته دا ورزده کړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، چې د خپل ټولګیوال په بوټونو، د ښوونځي په بکسې، جامو او قرطاسیې باندې ملنډي ونه وهي، بلکې په هغه صورت کې، چې پوهېږي ټولګیوال یې اقتصادي ستونزې لري، خپل والدین خبر کړي، ترڅو د توان ترکچې ورسره مرسته وکړي.

۲ ـــ خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، چې لویانو ته سلام ورکړي او هغوی ته درنښت وکړي. که چېرې په بس یا کوم بل ځای کې لویان ولاړ وو، خپل ځای دې ورته پرېږدي.

۳ ـــ خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، چې څنګه اودس وکړي، څنګه لمونځ ادا کړي او څنګه قرآن عظیم الشان تلاوت کړي.

۴ ـــ خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، چې هیچا ته ښکنځلې ونه کړي.

۵ ـــ خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، چې چاته اجازه ورنه کړي، چې بدن یې لمس کړي.

۶ ـــ خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، چې تل رښتیا ووایي، چې ګیلاس چا مات کړی دی او د کوټې په دېوال باندې چا رسمونه کښلي دي او د رښتیا په اورېدو سره نباید هغوی وګواښئ.

۷ ـــ خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، چې د غاښونو له برس کولو وروسته د غاښونو د کریم سر وتړي. دا کوچنی کار به د هغوی له پاره ستر درس وي، ترڅو په راتلونکې کې سترو کارونو ته چمتو شي او هېڅ کار نیمګړی پرېنږدي.

۸ ـــ خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، چې څنګه لیکل، لوستل او خبرې وکړي. تل باید خپل ماشومان وهڅوئ، چې هغوی تر ټولو غوره دي، خارق العاده استعداد او پوهه لري، په چټکه توګه هرڅه زده کوي. هېڅکله هغوی ته د ناپوه او لټ په نامه غږ مه کوئ، په ځانګړې توګه د ملګرو په وړاندې یې.

۹ ـــ خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، چې انسان له تېروتنې څخه تش نه دی، موږ ټول تېروتنې کوو او غوره ده، چې له خپلو تېروتنو څخه یو څه زده کړو. که چېرې زموږ ماشومانو تېروتنې کوي، نباید هغوی ته وهل او ډبول ورکړو، بلکې باید هغوی وپوهوو، چې د دې تېروتنې تکرار به هغوی له څه ډول ستونزو سره لاس و ګرېوان کړي.

۱۰ ـــ خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، چې په یوه مېلمستیا یا محفل کې څنګه خواړه وخوري؛ څنګه چلند وکړي او له خپلو همزولو سره څه ډول لوبې وکړي.

۱۱ ـــ خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، چې راز ساتونکي واوسي او هېڅکله د کور خبره له کور څخه بهر ونه کړي.

۱۲ ـــ خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، چې څنګه کوچني کارونه ترسره کړي. لکه: د بوټونو مزي تړل، کور ته د ننوتلو پرمهال د دروازې تړل، په ټاکلي ځای کې د بوټونو ایښودل، له درس لوستلو وروسته په بکس کې د کتاب او کتابچې ایښودل او دې ته ورته نور کوچني کارونه. په داسې حال کې، چې دا کارونه کوچني دي، خو ماشومان به له هماغه کوچینوالي څخه مسئولیت منونکي کړي