پنجشنبه , 25 اپریل 2024

خپل ځان باید وازمایوو !

 

لیکوال : منهاج الدين منصور

مونږ باید په دې بشپړ ځان اګاه کړو چې څومره سلامت او څومره احساساتي یاستوو !

۱ . قهر : په لنډ ډول باید ووایم چې قهر د انسان ځیکر کمزوری کوي او د انسان په دماغو بوج راولي چې له دې سره د انسان د سر درد د ناروغي لامل هم کیدای شي، او انسان له خطر سره لاس او ګریوان کوي.

۲ . غم :غم په هر انسان لازمي راځي خو ډېرۍ انسانان یې د زغم وړ نه لري.

د ډېر غم کولو سره د انسان سږي کمزوري کیږي.

۳ . اندېښنه :اندېښنه دې ته وايي چې د یو کار کولو او نه کولو زور انسان سره وي چې دا کار به ښه وي که به ښه نه وي ، وبه شي او که وبه نه شي. د اندېښنې تاوان داده چې د انسان معده کمزوې کوي.

۴ . فشار، ټینګار : هغه داسې چې د مقابل له لورې څخه هغه خبره یا کوم کار چې ستا ‌ذهن يې نه مني او بل څوک يې په جبر درباندې ترسره کوي . نو له دې سره د انسان زړه او ماغزه کمزوري کیږي.

۵. وېره : تر ټولو ستر د ښمن د انسان لپاره وېره یا ډار ده چې انسان له ډېرو څېزونو او کارونو بې برخې کوي.

له وېرې او ډار سره د انسان بډوډي کمزوري کيږي.

دا ټول هغه څه دي چې په پرېښودلو سره به زمونږ ژوند ښه شي او په بدني لحاظ سره به مو صحت هم روغ رمټ شي.

د حل لاره یې څه ده ؟

تل باید خوشحاله واوسو ، ډېر غم ونه کړو ، صحتمد او برابر واوسو، همېشه باید مثبت فکرونه وکړو، د ژوند په چارو کې باید ښه احساس  وکړو، له اړینو خلکو سره باید مرسته وکړو ،

نو له دغو کړنو عملي کولو سره به مونږ خپل طبعتي بشریت ثبت کړو.