پنجشنبه , 28 مارچ 2024

خپل کوچنیان د قصور په څېر پېښو سره له مخ کېدو څنګه ژغورلای شو؟

ژباړه: محب الرحمن کاموي

نړیوال اسلامي پوهنتون، اسلام آباد

که له یوې مخې د کوچنیانو د خوندیتابه اړوند بحث د ښوونځیو او ښوونیزو ادارو په اطراف څرخي، له بله اړخه دا خبره له نظره غورځول شوې چې کوچنیانو ته لوی خطر په کور، کلي، پارک او کورونو ته تګ راتګ کوونکو اشخاصو له لوري پېښېدونکی دی.

تښتول، فزیکي تاوتریخوالی او ځورونه هغه ستونزې دي چې کوچنیان ورسره هره ورځ مخ کېدلای شي. ځکه باید کوچنیانو ته هر وخت ددې روزنه ورکړل شي، چې ورته ستونزې له باور وړ اشخاصو سره شریکې کړي.

خطر باید څنګه وپېژنو؟

له هر څه مخکې باید په دې پوه شو چې هغه کوم خطرونه دي چې کوچنیان ورسره مخ کېدلای شي. پردې د پوهېدلو تر ټولو اسانه لار داده چې له ځانه وپوښتو، چې د دویم شخص کومې کړنې، الفاظ او حرکات پر ما ښه نه لږېږي؟

ناوړه ژبه، سپکې سپورې او ښکنځلې

نامناسبې جامې، اشارې او خوراک، څښاک (سګریټ، نسوار، چرس، پان، شراب)

نامناسبه فزیکي اړیکه (له اړتیا پرته غاړه ورکول، پر شا ټپول او داسې نور)

آیا تر خپلې پاملرنې لاندې کوچنیان له یو داسې شخص سره پرېښودلای شی؟

که ستاسې ځواب (نه) وي، نو لاندې ټکو ته پاملرنه وکړئ:

که تاسې نه اوسی، نو څه به کېږي؟

په دې اړه مو په کومو اقداماتو او لارو چارو غور کړی دی؟

هر لوی شخص، چې په منظم ډول هره ورځ ستاسې له کوچني سره په اړیکه کې وي، هغوي ته باید په څرګند ډول وویل شي چې کوم شیان تاسې ته د منلو وړ دي او کوم نه دي، او د خلاف په صورت کې له کومو پایلو سره مخ کېدلای شي:

له کاره ویستل (شړل)

په تور لیست کې اچول او یقیني کول چې په هیڅ ځای کې استخدام نه شي

د نوموړي/نوموړې په اړه چارواکي او اړونده ادارې خبرول

آیا خپل کوچنیان مو دې ته تیار کړي، چې د هرې ناوړه پېښې او رویې شکایت د باور وړ بالغ شخص ته وکړای شي؟ ستونزې او خطرونه په څه ډول کمولای شو؟

خپل کورني کارکوونکي (نوکر/نوکره، ډرایور، استاد او داسې نور ) باید له کومو ځایونو استخدام شي؟

د کار موندونکو ادارو څخه

د شخصي پېژندنې او واسطې پر بنیاد

آیا کم تر کمه یو ځل د هغوي کور ته تللي یاست او ورسره مو لیدلي دي؟ (په ځانګړي ډول د ډرایور او نوکر/ نوکرې سره)

آیا ستاسې سره د هغوي پخوانی ریکارډ شته دی؟

آیا د هغوي اصلي تذکره او سوانح مو لیدلي دي؟

د هغوي د پخوانۍ دندې د پرېښودلو او لومړي ځل کار پیل کولو لاملونه څه دي؟

ډېری وختونه به تاسې ته له ستونزمنو تجربو او پوښتنو وروسته ښکاره شي، چې د هغوي د پخوانۍ دندې پرېښودلو او یا ورڅخه شړلو لامل غلا وه.

د کوچنیانو په سمبالښت او ساتنه کې هغوي څومره تجربه لري؟

له لومړۍ ورځې باید وپوهول شي، چې کوم کارونه کولای شي (اختیار لري) او کوم نشي کولای (اختیار نه لري):

د کوچنیانو د لمبلو پر وخت باید دروازه ونه تړئ.

کوچنیان باید له کالیو پرته لوڅ پرنږدئ- په اوړي کې هم باید کم تر کمه بې لستوڼو کمیس ورواغوندئ.

کله چې کوچنیان په خپله د ناستې او ګرځېدلو وړ شي، نو د کورني کارکوونکو په غېږ کې ورته ناسته ناسمه ده، که څه هم د هغوي د لوبولو لپاره وي. باید په یاد ولرئ، که کوچنی مو ستاسې په موجودیت کې د نورو په غېږ کې په ناسته روږدی شو، نو امکان لري چې ستاسې په عدم موجودیت کې هم همداسې وکړي او ناوړه ګټه به ترې اخیستل کېږي.

کورنۍ (ښځینه) کارکوونکې که ستاسې کوچنی ښکلوي یا یې له غاړې سره لګوي، څه باک نه کوي، مګر چوکاټ باید ورته وټاکل شي. که د ځورونې څرک پکې نه هم وي، احتیاط په کار دی. کوچنیان په کوچنیوالي کې د سم او ناسم تمیز نه شي کولای، په ځانګړي ډول چې ورته کارونه یې د ورځني ژوند معمول وي.

د کوچنیانو په پوهولو او د هغوي د تېروتنو د سمولو لپاره باید هیڅکله له فزیکي حرکتونو ګټه وانخیستل شي ( په لاس، پښه او یا بل شي وهل او داسې نور)

د تلویزون او ویډیويي کلپونو لیدلو، موبایلونو او آیپېډ کارولو لپاره باید محدودیتونه وټاکل شي او نظارت یې وشي.

کورني کارکوونکي (ملازمین) باید ستاسې د کوچنیانو او د کور د نورو غړو د عکس ویستلو اجازت ونه لري او حتی هیڅوک باید ددې واک ونه لري چې ستاسې له اجازې پرته ستاسې او ستاسې د کوچنیانو عکسونه واخلي، د ځیرکو ټیلفونونو او چټک انټرنیټ په دې دور کې باید له ځانګړي احتیاط څخه کار واخیستل شي.

د سفر پر وخت باید کوچنی د موټر چلوونکي (که هر څوک وي) په غېږ کې د ناستې اجازت ونه لري. دا کار نه یوازې له خطره ډک دی، بلکه د یو چا په غېږ کې د کوچني د ناستې په اړه ضدونقیض پیغامونه هم خپرېږي، نو د موټر سیټ یې غوره حل دی.

که امکان لري په کور کې کمرې نصب کړئ، چې په آسانۍ سره له لري او حتی ستاسې له کار ځای څخه یې هم نظارت کېدلای شي.

کوچنیان مو وپوهوئ

په دې خبره ځان پوه کړئ، چې تاسې ته معلومه ده چې کوم کار ناسم دی، نوکر/نوکرې ته مو هم معلومه ده چې کوم کار ناسم دی، خو کوچنیان مو مه هېروئ.

د خپلو کوچنیانو په آدب، رویه او اخلاقو کې بدلون ته متوجه اوسئ (په ځانګړي ډول چې په کور کې مو نوی خادم استخدام کړی اوسي)

هغوي ته ووایئ، که چېرې خطر محسوس کړي او تاسې ورسره نه اوسی، نو له چا مرسته غوښتلای شي.

په ښوونځي کې له خپل استاد، مدیر یا انضباط څخه

په کور کې له نیا، نیکه، خور، ورور او داسې نورو یا خادمې څخه (که د کورنۍ له غړو څخه څوک په کور کې نه وي)

حالات مختلف کېدلای شي، ولې اړینه خبره دا ده چې کوچنیان په دې وپوهول شي، چې هغوي په دې اړه یو څوک خبر کړي.

کوچنیان د کتابونو، کیسو، ویډیوګانو او یا نورو لارو چارو په واسطه په دې وپوهوئ چې کوم کار غلط او ناوړه دی.

د بدن د ځانګړو اعضاوو لمس کول تر ډېره ناسم کار دی. کوچنیانو ته مو د سم او ناسم یادونه وکړئ.

د لمبا پر وخت، دې ته پاملرنه اړینه ده.

ډاکتر ته د مراجعې پر وخت هم باید دې خبرې ته پاملرنه وشي.

که په پارک یا ښوونځي کې یو نا آشنا شخص داسې وکړی، دا غلط کار دی.

هغوي ته (نه/مه) ویل ورزده کړئ، چې په مناسب ځای او وخت کې ورڅخه استفاده وکړي.

هغوي په دې وپوهوئ کې له داسې حالاتو سره مخ شي، نو په چغو وهلو سره دې مرسته وغواړي.

له نا آشنا او بېګانه خلکو څخه یې باخبره اموخته کړئ او ورزده کړئ چې:

له بېګانه او اجنبیانو څخه باید هیڅ شی (خوراک، څښاک، د لوبو سامانونه، پیسې) وانخیستل شي.

له کوم اجنبي شخص سره بند یا لرې ځای ته هیڅکله لاړ نه شي، که څه هم د توپ، نانځکې، پیسو… د ورکولو وعده ورسره وکړي.

له بېګانه او اجنبي اشخاصو سره باید هیڅ لاړ نه شي، تر دې چې کوم د باور وړ بالغ شخص اجازه نه وي ورکړي.

د خوندي (محفوظ) او خطرناک اجنبي ترمنځ فرق باندې یې وپوهوئ. پولیس، ښوونکی، د سکیوریټۍ عمله او داسې نور خوندي (محفوظ) بېګانه اشخاص دي، ولې احتیاط او با خبره اوسېدل دلته هم اړین دي.

تاسې یو کوچنی له دې ډول خطرونو څخه څنګه ساتی، په دې اړه وروستۍ پرېکړه یوازې او یوازې تاسې کولای شی، مګر د پرېکړې نه کولو او ارادې نه لرلو یوازینی مطلب دادی چې تاسې مجرم ته ستاسې په عدم موجودیت کې د ګټې اخیستلو بلنه ورکوی.

یادونه: کوچنیان له روحي ټکانونو څخه زر راوتلای شي، ولې له کومې ناوړه پېښې وروسته، د هغوي سره د لویانو رویه او چلند د هغوي راتلونکی ټاکي.