پنجشنبه , 25 اپریل 2024

داسې ونه مو لیدلې چې اټوم بم پرې هم اغیز نه شي کولاې؟

 

د چین په هيواد کې  (جنکجو بلابا) ونه د روغتيا  په بوټو کې ډېره مشهوره ده،ويل کيږي چې دغه ونه اتوم بم هم له منځه نشي وړلی.

جنکجو بلابا ونې چې لومړی په چين کې کرل کېدلې وروسته په کوريا او جاپان کې هم دود شوې،ددغو ونو له پاڼو او پوستکو څخه د مختلفو بيماريو له پاره په درمل جوړولو کې ګټه اخيستل کيږي.

د جنکجوبلابا  په نامه ددغې ونې عام لوړوالی له ۲۰ څخه تر ۲۵ مترو پورې دی مګر ځينې ونې يې تر ۵۰ مترو پورې هم رسيدلي دي.

دغه ونه چې په هر قسم ځمکه او پرښو شنه کيږي په دوهمه نړيواله جګړه کې چې امريکا د جاپان په هيروشيما ښار د اتوم بم بريد وکړ د چاودنې له ځای نه په يو کيلومتر واټن کې د جنکجوبلابا ۶ ونې شنې وې خو جالبه داده چې د اتوم بم له چاودنې وروسته دغه شپږ ونې په داسې حال کې بچ پاتې وې چې په همدغه سيمه کې ټول انسانان،نباتات،او څاروي له يوې مخې د اتوم بم په چاودنه کې له منځه لاړل او دغه ونې نن هم په خپل ځای باندې شته دي.

عبداللطيف نظيف