سه شنبه , 16 اپریل 2024

داسې څه ترسره کړئ، چې مو نوم په زرینو کرښو ولیکل شي!

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی

د مدریت درې شپېتم قانون:

لومړنۍ نښې يا لوحې چې به پرې نومونه ليکل کېدل په (١٨٦٧) کال په لندن کې د سلطنتي کورنۍ له لورې رامنځته شول، په رسمي توګه (٧٠٠) لوحې او ځړېدنې شتون لري او چې ډېری هغه يې اسماني رنګ لري او په سپين رنګ پرې ليک شوی.

کله چې تاسې یو ډېر بازار لرونکی کتاب ولیکئ او بیا خپل ژوند له لاسه ورکړئ؛ یو ابي نښان یا لوحه به په هغه ودانۍ کې چې زېږېدلي یاست او هلته مو ژوند کړی وي یا مو هلته کتاب لیکلی ترلاسه کړئ ـ په دې شرط چې په لندن کې اوسئ. کله چې وایو؛«تاسې» مقصد دا څوک دی، چې وروسته له دې چې خپل کار سرته ورسوي، هلته به ژوند کوي. دا لوحه هغه وخت شتون پیدا کوي، چې په ژوندوني تاسې کوم ښه کارونه کړي وي، د هغو یاد پاتې شي.

اوس فرض کړئ، یوه ابي لوحه ستاسې د کار د مدیریت لپاره ده او د لندن محدودیت هم نشته. څه فکر کوئ دا نښان یا لوحه ستاسې سره اړیکه لري؟ ایا کوم یوه ستاسې په برخه کېږي؟ خوښېږي مو چې نور ستاسې یادونه په څه ډول یاد کړي؟ په تېر کې مې له یوه رئیس سره کار کاوه، چې د مدیریت تګلاره یې دا ډول وه؛ هر ورځ به چې کوم لومړی کس له هغې سره مخ شو ټولې پېښې یې ورته ویلې او د کار د اجرا کولو یې ورته ویل، بیا خپلې خونې ته تلو، هلته به یې چای څښه او نیم ساعت به هملته و.

بیا به بهر راوته ټولو سره به یې خبرې کولې او پرته له دې چې متوجې شي څه کوي، هغوی به یې ستایل. ما د هغه د دې کار په اړه پوښتنه وکړه هغه وویل: دا کار هغوی په خپلو پښو دروي. دا کار د دې لامل ګرځي، څو هغوی دې ته پام نشي دوی کوم موقف لري او که چېرې هغوی له ما ووېرېږي، زه کولی شم د هغوی له ډلې هر یو له کار ګوښه کړم:((او هېڅ ابي نښان يا لوحه به په دې ځای کې شتون پيدا نه کړي.))

هماغه مدیر له شلو کلونو وروسته لا هم په هماغه شرکت کې په کار بوخت دی او اوس هم په دې نه دی توانېدلی، څو زما پام ځانته واړوي.

هغه په خپل دنده کې ترفیع یا پرمختګ نه دی کړی، ځکه هغه اوس هم په خپل پخواني چلند عمل کوي او زه به هم هېڅکله د یو داسې شرکت توکي ونه پېرم.

زه د یو ابي نښان په لټه یم. زه غواړم یو ښه مدیر واوسم، غواړم چې د ټیم لپاره مې تر ټولو ښه اوسم، مثبتې پایلې ترلاسه کړم، داسې څوک واوسم، چې د ټيم غړي مې غوښتونکي وي، راته کار وکړي او سترې لاسته راوړنې ولرم.

((خوښېږي، مو چې تاسې په يو ډول په ياد راولي.))