عراقي ځواکونو د موصل په ښار د داعش پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي مرستیال د ۶ تنو نورو قومندانانو سره ووژه.
عراق د پولیسو تن ډګرجنرال ریاض جودت خبري رسنیو ته ویلي دي چې د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته يي د موصل په لویدیځ کې د الزنجي په سیمه کې په یو کور چاپه واچوله . پدې کور کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د مرستیال ابو عبدالرحمان سربیره ۶ تنه نور قومندانان هم ووژل شول.
هغه ویلي دي چې عراقي ځواکونو ددې عملیاتو سربیره د موصل ښار په لویدیځ کې د الاسود جامع جومات ترڅنګ د داعش په یوې بلې پټې قرارګاه هم برید کړی چې په پایله کې د داعش نامتو قومندان ابو الولید التونسي د خپلو ۴ تنو ساتوونکو سره وژل شوی دی.
هغه ویلي دي چې موصل د داعش ترهګرې ډلې نه د بیرته نیولو په خاطر د نړۍوالو ځواکونو په ملاتړ عملیات دوام لري. عملیات د داعش د نښه ویشتونکو له امله په کلاره پر مخ روان دي.