دافغانستان۲۳ کلنه کرکټ ملي لوبډله وروستي لوبه دایرلینډ پر وړاندي

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په اعلان شوې لوبډله کې د اصولو او ضرورت له مخې ۳ داسې لوبغاړي هم شامل دي، چې عمرونه یې له ۲۳ کلنو زیات او یو شمېر یې په افغان کرکټ ملي لوبډله کې هم لوبېدلي دي.

دغو سیالیو ته په غوره شوې افغان کرکټ ملي لوبډله کې سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق او ګلبدین نایب هم غوره شوي؛ خو نواز خان چې د زمبابوې خلاف یې په ۲ لوبو کې ۱۰ ویکټې اخیستې وې له لوبډلې کېنول شوی او په احتیاتي لوبغاړو کې د خیبر عمر او وحید شفق سره شامل دی.

دغه راز عثمان غني، فضال نیازی، نجیب الله ځدران، فرید ملک، افتاب عالم، نوین الحق، یونس احمدزی، منیراحمد، شرف الدین اشرف، ضیا اکبر، شاهد مندوزی او احسان الله جنت دغوره شوې لوبډلې نور غړي دي.

د بنګله دېش په کوربتوب دویم پړاو ایمرجینګ کپ کرکټ سیالیو به د افغان لوبډلې کپټاني شفیق الله شفق په غاړه ولري.

دغه لوبډله اوسمهال په هندوستان کې د رییس احمدزي، خالقداد نوري او هستي ګل عابد په روزنه کې تر تمریناتو لاندې ده او ډېر ژر به بنګله دېش ته سفر وکړي.

د سږ کال ایمرجینګ کپ کرکټ سیالۍ د روانې مارچ میاشتې په ۲۵ نېټه پیل او د اپریل په ۴ نېټه د اتلې لوبډلې په اعلان پای ته ورسیږي.

دغه سیالۍ د وروستي ځل له‌ پاره په ۲۰۱۳ کال کې د سنګاپور په کوربتوب ترسره شوې، چې د افغانستان په ګډون ۸ لوبډلو برخه اخیستې وه او هندوستان پاکستان ته په ماتې د اتلولۍ جام ګټلی و.

د سږکال په سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ دفاعي اتله هندوستان، پاکستان، نیپال، بنګله دېش، سریلانکا، هانګ کانګ او مالیزیا ۲۳ کلنې کرکټ ملي لوبډلې برخه لري.

د ورکړل شوي مهال وېش له مخې، افغانستان له هندوستان، مالیزیا او سریلانکا سره په (الف) ګروپ کې ځای لري، چې لومړۍ سیالۍ به د مارچ په ۲۷ نېټه له مالیزیا سره ترسره کړي.

افغان ۲۳ کلنه کرکټ ملي لوبډله به دویمه لوبه د مارچ په ۲۸ نېټه له سریلانکا او وروستۍ لیګ لوبه د مارچ په ۳۰ نېټه له دفاعي اتلې هندوستان سره ترسره کړي