دافغانستان او ایرلنډ ۴ مه یوه ورځنۍ لوبه روانه ده

افغانستان د ايرلينډ پر وړاندې د څلورمې لوبې پچه هم وګټله او لومړى توپوهنه کوي.

شهزاد محمدي او رحمت شاه وسوځيدل، افغانستان ٨ منـډې دوه لوبغاړي سوځيدلي.

ایرلنډ کرکټ حشمت الله شهیدی، عثمان غني او ګلبدين نايب هم وسوځيدل

افغانستان تر دامهاله يي ۱۲۱ منډي او ۷ لوبغاړي سوځلي.

ددواړو هېوادونو دا لوبې د افغانستان په کوربه توب دهندوستان د نوي ډيلي په ګريټرنويډا په لوبغالي کې روانې دي.

تر اوسه افغانستان درې شل اووريزې او دوه يوه ورځنۍ نړيوالې لوبې ګټلې او ايرلينډ يواځې يوه لوبه ګټلې ده.

دافغانستان توپوهونکو او سست توپ اچوونکو تر اوسه ښه لوبه کړې، خو دتېز  توپ اچوونې په برخه کې ستونزې لري.

د کرکټ لوبې څارونکى زبيربابکرخېل وايي، چې افغانستان بايد په څلورمه لوبه کې د نوري علي ځدراڼ يا حمزه هوتک پر ځاى يو تېز توپ اچوونکى ونيسى.

نوموړى وايي، چې تېز توپ اچوونکى فريد ملک پياوړى لوبغاړى دى او کولى شي چې په لومړي سر کې مخالف لوبغاړي سوځولو سره هغوى تر فشار لاندې راولي.

ددغو لوبو مالي ملاتړ جنرال پيټروليم نړيوال افغاني شرکت کړى دى.