پنجشنبه , 25 اپریل 2024

دافغان خبریالانو د خونديتوب کميټي ۲۰۱۶ م کال دخبریالانو دتاوتریخوالي ۱۰۱ پیښی ثبت کړي.

په ختیځ ولایت ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کميټي استازي شیرشاه همدرد نن په يوي خبري ناسته کې د تېرلمریز کال د وروستیو شپږو میاشتو د رپوټ ورکونې پرمهال وویل چې سږنې کال په دغه هیواد کې د افغان خبریالانو پروړاندي يو خونړي کال وو.

د نوموړي په خبره په دې کال کې د دوي کميټي سره د خبریالانو پروړاندي یوسلو یو پېښې دوي ثبت کړي چې په دغه پېښې کې د خبریالانو د وژنو د خبریالانو د ټپی کیدو ، د خبریالانو د وهلو ،ګواښلو او سپکاوي قضي شامل دي .

په همدې حال کې بیا د ختیځې سیمي خبریالان په کاري برخه کې اقتصادي مافیوي کړۍ ،داعېش وسله واله ډله او یو شمیر دولتي مسولین هغه څوک یادوې چې د دوي پروړاندي خنډونه ایجادوي.

شیرشاه همدرد زیاتوي د خبریالانو پروړاندي تاوتریخوالي او د ګواښونو زیاتوالي د بیان آزادي په دغه هیواد کې د جدي ګواښ سره مخامخ کړي ده .

دوي دحکومته دیادی ستونزی دمخنېوی او اړینود حل لارو چارو غوښتنه کوي

نیوکې دادی چې حکومت دخبریالانو خوندیتوب ته پام لرنه نه کوي ،چې تر اوسه ددغه خبریالانو دوسیي هم نه دی څیړل شوې.

خو مسولین دتېر په څیرددوسیو دڅیړنې اودخبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالي دمخنېوي او دیوکمیسیون دجوړولو خبره کوي.

د یادونې وړ ده چې ۲۰۱۶ عیسوی کال کې بیا د ۲۰۱۵ عېسوي کال په پرتله د خبریالانو پروړاندي تاوتریخوالي ۳۷ سلنه زیات شوي دي.