پنجشنبه , 28 مارچ 2024

دانسان له ذهنه کنټرولېدونکی مصنوعي لاس

ساینس پوهانو داسي لاس جوړ کړ چې د انسان له ذهنه کنټرولېږي او هغو کسانو ته، چې لاسونه یې فلج شوي، اسانتیا رامنځته کوي.

دا وسیله په هسپانیا کې پر شپږو فلج شویو کسانو تجربه شوه.

ساینس پوهانو د فلج شوي کس پر سر یو ډول خولۍ کېښوده چې د مغزو الیکتریکي فعالیت او د سترګو حرکت اندازه کوي، او په دې توګه یې کمپیوټر ته سیګنالونه ولېږلی شوای چې په لاس پوري تړلې وسیله کنټرول کړي.

هغو کسانو چې په دې تجربه کې برخه واخیسته، وايي چې دا وسیله یې د ژوند چارې تر ډېره اسانولی شي او که څه هم د انسان د اصلي لاس ځای نه شي نیولی خو په دې کې شک نه لري چې کومک ورسره کوي.

د څېړونکو په وینا په تجربه کې برخوالو دا سیستم د باور او استفادې وړ وباله.