دایټالیا هیواد له خوا په بامیان کې له ۷۰۰ څخه زیاتو ښځو ته نغدي پیسې ورکول کیږي

په بامیان کې ډېر ژر له ۷۰۰ څخه زیاتو ښځو ته د اقتصادي هوساینې په هدف نغدې مرستې وېشل کېږي.

د بامیان د سوداګرۍ او صنایعو مدیر علي رضا حسن زاده رسنیو ته وویل چې هر ښځې ته ۵۰۰ ډالر د ایټالیا له خوا ورکول کېږي.

ښاغلي حسن زاده وايي چې په دې سره په بامیان کې د سوداګرو ښځو شمېر زیات شي او هم به د دوی ژوند له اقتصادي پلوه وغوړېږي.

دغه ښځې به تر ډېره دغه پیسې د مالدارۍ، کرنې او دوکاندارۍ په برخه کې ولګوي.