دبرتانیې په مانچسټر ښار چاودنې ۱۹تنه مړه او د۵۰زیات ټپیان کړل

د برتانيې د یاد ښار امنيتي مسوولین وايي، د تېرې شپې په چاودنه کې نولس تنه وژل شوي او پنځوس نور ټپيان دي.

د مانچستر پولیس وايي، دوی ته تر اوسه نه ده څرگنده، چې چاودنه څنگه شوې، خو په وينا يې په سیمه کې يې د خلکو په گرځېدو را گرځېدو بندیز لگولی.

دغه چاودنه د مانچسټر ښار په ارینا سالون کې د موسيقۍ د کنسرت له پای وروسته شوې.

دا سالون چې تر شل زرو نفر ځايوي، تېره شپه د امریکايۍ سندرغاړې «اریانیاگرندي» د کنسرت شاهد و.

د ایکسپریس ورځپاڼې په وینا د پېښې ډېری قربانیان هغه ځوانان وو، چې عمرونه يې د شلو او دېرشو کلونو تر منځ و.

تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.