چهارشنبه , 24 اپریل 2024

دبلخ پیښې له امله ولسمشر غني د دفاع وزیر او لوی درستیز استعفاوي ومنلې

دافغانستان د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز له خپلو دندو استعفا کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې محمد اشرف غني ددې کسانو استعفا منلې او پر ځای به یې نوي کسان وګومارل شي.

ویل کېږي، چې د دفاع وزارت ستر امنیتي مرستیال طارق شاه بهرامي دفاع وزارت د سرپرست او جنرال یفتلي هم د لوی درستیز د سرپرست په توګه کار پیل کړي.

د ملي دفاع وزیر عبدالله حبيبي‌او لوی درستیز قدم شاه شهیم له دې امله تر سختو نیوکو لاندې و، چې د مزارشریف په ګډون پر ملي پوځ د ګډو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي او کار نه شي کولای.