چهارشنبه , 24 اپریل 2024

دخبریالانو ځینې ژبنۍ تېروتنې

لیکوال:ډاکتر محب زغم

په ژورنالیستیکه پښتو کې نن سبا ځینې نا اشنا خبرې اورو:

د افغانستان خلک له جګړې ستړي او سوله غواړي.

نیویارک ټایمز په خپلې پرونۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه مقاله ليکلې ده او په یوه برخه کې يې لیکي: …

د درې تنه ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه امریکایي پوځیان ووژل شول.

لومړۍ جمله مرکبه جمله ده چې له دوو جملو څخه رغېدلې ده: ((د افغانستان خلک له جګړې ستړي دي)) او ((دوی سوله غواړي)) زموږ ژورنالیستان دا نمونه جملې سره یو ځای کوي، د لومړۍ هغې فعل غورځوي او د دویمې جملې مبتدا لرې کوي. دوی دا کار د وینا د لنډولو لپاره او احتمالاً د فارسي او انګریزي ژبې پېښې کوي. په فارسي کې دا جمله داسې راځي: ((مردم افغانستان از جنګ خسته و خواهان صلح هستند)) که سره جلا یې کړو نو داسې لیکل کېږي: ((مردم افغانستان از جنګ خسته هستند)) او ((انها خواهان صلح هستند)) دلته وینو چې د ((هستند)) فعل په دواړو جملو کې مشترک دی ځکه يې د لومړۍ جملې ((هستند)) غورځولی دی او دا نا مناسب کار نه دی. خو په پښتو کې د دې مثال د لومړۍ جملې فعل ((دي)) دی او د دویمې هغې ((غواړي)) نو موږ دلته نه شو کولی یو فعل ونه لیکو او د بلې جملې فعل اولې جملې ته هم استخدام کړو. که دغه مرکبه جمله تجزیه کړو نو داسې کېږي: ((د افغانستان خلک له جګړې ستړي غواړي)) او ((دوی سوله غواړي)) البته په فارسي کې هم د داسې تېروتنو مثالونه کم نه دي.

 

دا ډول تېروتنه له ژورنالیزم اخوا ادبیاتو ته هم لاره کړې ده. بارکوال میاخېل چې ډېر کله خبري رپوټونه جوړوي په یوه ادبي مقاله کې لیکي: ((زموږ د ولس زیاته برخه له دغو ادبیاتو ناخبره او مینه ورسره نه لري)) په دې جمله کې د لومړۍ جملې فعل ((دي)) غورځول شوی او پر ځای يې د دویمې جملې فعل ((نه لري)) ورته راوړل شوی دی.

بله عامه تېر وتنه د فعل زمانې ته نه پام کول دي. په دویم مثال کې لولو: ((نیویارک ټایمز په خپلې پرونۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه مقاله ليکلې ده او په یوه برخه کې یې لیکي: …)) دلته لومړۍ جمله د تېرې زمانې خبره کوي ((ليکلې ده)) خو دویمه د اوس مهال ((لیکي)). په داسې مواردو کې ښه به دا وي چې په دواړو جملو کې د عین زمانې فعلونه ولیکو مثلاً په دې مثال کې باید دویمه جمله داسې ولیکو: ((په یوه برخه کې یې لیکلې ده)) ښايي ژورنالیستان د فعل د تکرار د مخنیوي په هدف د فعلونو زمانې بدلوي. لکه په دې مثال کې چې ((لیکلې ده)) ژر تکرار شوې ده. خو موږ د فعل تنوع په بله لاره هم پیدا کولی شو. د دویمې ((لیکلې ده)) پر ځای ((راوړې ده)) مناسب بدیل ګڼلی شو.

د درې تنه ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه امریکایي پوځیان ووژل شول.

دلته ((په ګډون)) د انګریزي ژبې د ((including)) ناسمه ژباړه ده چې په فارسي کې هم همداسې غلطه ترجمه کېږي. دا جمله په انګریزي کې داسې مانا ښندي چې په وژل شویو کې درې تنه ملکي وګړي او پنځه تنه امریکايي پوځیان شامل دي. خو ((په ګډون)) د جمع کولو او سره یو ځای کولو مانا لري. په دې جمله کې ملکي وګړي او پوځي امریکایان سره یو شان ګڼل شوي دي. د جملې سمه بڼه دا ده: ((اته تنه وژل شوي چې درې یې ملکي وګړي او پنځه تنه يې امریکايي پوځیان دي.)) او دغه بله بڼه یې هم ستونزه نه لري: ((په وژل شویو کې درې تنه ملکي وګړي او پنځه تنه امریکايي پوځیان شامل دي))

موږ چې د نورو ژبو معلومات راخلو او خپلې ژبې ته یې اړوو نو باید دې ته مو پام وي چې کلمې نه، بلکې مفاهیم ترجمه کړو.