دخلاصون شورا: د سولې لپاره دې حکومت او طالبان یو د بل زندانیان ازاد کړي

د خلاصون لارې په نوم د یوې شورا مشر سیداکبر اغا وايي، افغان حکومت او طالبان باید د زندانیانو په خوشي کولو سره د سولې لپاره گام واخلي.

هغه وایي، شورا یې د جگړې په ښکېلو خواوو کې د زندانیانو د حقونو د خوندیتوب لپاره یو نوی کمېسیون هم جوړ کړی دی، چې له حکومت او طالبانو سره به د زندانیانو د حقونو په خوندیتوب کې کار کوي.

اکبراغا تیره ورځ په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل، که دولت او طالبان یو د بل زندانیان پریږدي په دې سره پر سوله باور پیدا شي؛ خو دا یې روښانه نه کړه چې څه ډول زندانیان باید خوشي شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې دا مهال یوازې په هلمند کې له طالبانو سره ۲۰۰۰ کسان له دولت سره د کارکولو په تور زنداني دي.

دغه پخواني طالب چارواکی په بگرام زندان کې د بندي کسانو حالت د اندیښنې وړ وباله او په خبره یې حکومت د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه حکم هم ځنډولی چې د ۲۰۰۰ زندانیانو د خوشي کېدو په اړه یې صادر کړی و.

سید اکبر اغا وايي، له حکومت او طالبانو سره د زنداني کسانو د حقونو د خوندیتوب لپاره یې یو کمسیون جوړ کړی او په دې اړه یې له طالب مشرانو سره خبرې کړې او هغوی ورته ویلي، چې مرستې ته ورسره چمتو دي.

غونډې ته په وینا کې د سولې شورا د رهبرۍ کمېټې غړي عبدالحکیم مجاهد وویل، د سولې پر وړاندې یو لوی  خنډ د باور نشتوالی دی، چې د ځېنې زندانیانو په خوشي کولو سره دغه باور رامنځ ته کیدای شي.

هغه وویل، که دواړه لوري یو د بل زندانیان ازاد یا ورته زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې، د اوربند لپاره زمینه سازي کیږي او په دې توگه بیا سولې ته رسیدل شوني کیږي.