چهارشنبه , 24 اپریل 2024

دراشد خان نیمه سلیزې افغان لوبډله دګټې خواته هیله منده کړې

په دريمه يوه ورځنۍ لوبه کې ايرلېنډ افغانستان ته لکه د يو غر ثابت شو، چې افغان لوبغاړو لومړنۍ  وېکټې له لاسه ورکړې او د ايرلېنډي بالرانو مخې ته ټول لکه ماشومانه لوبه وکړه خو اوس دراشد خان او ګلبدین ملګرتیا یوه څه دګټې په طرف روانه کړې ده ،چې راشدخان نیمه سلیزه هم پوره کړه.

د لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او د توپوهنې پرېکړه يې کړې وه، خو په ١١ منډو د افغانستان لومړى لوبغاړى نور علي ځدراڼ وسوځېده او ورپسې په ٢٠ منډو محمد شهزاد هم خپله وېکټه له لاسه ورکړه. همدغسې رحمت شاه، اصغر ستانکزى، محمد نبي او سميع الله شينوارى هم اوټ شو، چې له ټولو زياتې منډې سميع الله شينواري کړي، چې ٢٠ منډې دي، نور يو لوبغاړي هم له شلو سېوا منډې نه دي کړي.

د افغانستان او ايرلېنډ ترمينځ دريمه يو ورځنۍ لوبه روانه ده، تېرو دواړو لوبو کې افغانستان بريا ترلاسه کړې.