چهارشنبه , 24 اپریل 2024

دروغ ویل

لیکنه: حضرت عثمان نوري مومند

د دروغو ویل یو ډول سلوکي ستونزه ګڼل کیږي، چې د ټولنې په وګړو منفي اغېزه کولی شي؛ ددې ترڅنګ چې دروغ ویل زموږ وجدان ملامتوي، خپل باور او اعتماد پرې هم د لاسه ورکولی شو. زموږ مشران یو متل هم کوي چې ((د دروغو منزل لنډ وي))  که څه هم لویه خطايي دروغژنه ژبه ده، نو ريښتیا ویل د نېکانو ښایست دی او دروغ ویل بیا دبدبختۍ لویه نښه ده.  ریښتیا ویل د الله تعالی کتاب دی، او د عزت خبرې د نبي کریم (ص) احادیث دي، نو په اسلام مبارک دین کې هم د دروغو ویونکو ته د منافقانو خطاب شوی دی، نو له همدې آمله دروغو ویلو ته پرته له ۳ ځایونو څخه هم په اسلام مبارک دین کې ځای نه دی ورکړل شوی، او ویونکو ته یې ددې اجازه نه ده ورکړې چې په ټولنیز ژوند کې دروغ ووايي. دا چې ریښتیا مو د جنت طرف ته بوځي او دروغ مو بیا برعکس د دزوخ طرف ته،  نو الله (ج) په قران عظیم الشان کې فرمایي:

پدې ورځ (قیامت) به ریښتیا ویونکو ته ددوی ریښتیا ویل ګټه رسوي.   (المائده، ۱۱۹)

بل ځای کې الله (ج) په خپل کلام کې فرمايي: ای مؤمنانو د الله تعالی نه ووېریږئ؛ او د صادقانو (ریښتونو) خلکو سره اوسئ !   (التوبه، ۱۱۰)

د حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) څخه روایت دی: چې نبي کریم (ص) فرمایلي دي: په ځانونو ریښتیا ویل لازم کړئ؛ ځکه ریښتیا ویل نېکۍ طرف ته لارښودنه کوي او نیکي جنت ته ښودنه کوي.  کله چې یو مسلمان ریښتیا ووايي او د ریښتیا ویلو فکر کوي، نو د الله تعالی په دربار کې به صادقه (ریښتونی) ولیکلی شي.  او دروغ ویل مو برعکس د بدو کارونو په طرف روانوي،  بد کارونه مو بیا دوزخ طرف ته روانوي، تر دې چې یو سړی دروغ وايي؛ او ددرروغو کوښښ کوي نو د الله تعالی په دربار کې به دروغژن ولیکلی شي. په بل حدیث شریف کې ابن مسعود (رض) فرمايي: چې منافق له ۳ نښو پېژندلی شئ

۱ – کله جې خبرې کوي دروغ وايي.

۲ – کله چې وعده (ژمنه) کوي، نو بیا یې مخالفت کوي.

۳ ـ کله چې ورسره امانت کېښودلی شي، نو امانت خیانتوي.

دا چې د دروغ ویل، ژمنه ماتول، او امانت خیانتول د منافق له نښو څخه دي، نو کچېرته لومړی تاسو چاته دروغ ونه وایئ؛ نو (په ژمنه وفا نه کول، او امانت خیانتول) دا دواړه نښې به له تاسو څخه خیانت نه شي. د بېلګې په ډول: که مو چا سره ژمنه وکړه چې نن مازدیګر ۳ درې بجې به په غازي پارک کې وینو، لږ کار مې هم درسره دی او د همدې موضوع په اړه به هم درسره خبرې وکړم، او هغه هم درسره ژمنه وکړي چې سمه ده، ۳ درې بجې به زه په غازي پارک کې ستا انتظار کووم، هغه تاته انتظار کوي او ته ورنشې، نو کچېرته په همدې ځای کې له ځان سره فکر وکړې، که ور نشم نو حتماً به یوه ورته یو بهانه (پلمه) کووم، خو کچېرته ورته دروغ ووایم، د منافقانو له ډلې به وشمېرل شم، دلته ته اړ کېږې چې په ژمنه وفا وکړې، او له درغو څخه وژغورل شې.  او یا هم که څوک درسره امانت کیږدي، او تاسره یې یو څه وخت هم تېرشي، خو د یو څه وخت په تېرېدو سره که هغه کس له تا څخه خپل امانت وغواړي، او ته له ځانه سره فکر وکړې، که دروغ ورته ووایم، چې هغه خو له ما څخه ورک شوی دی، یا له ما څخه غلو وړی دی، او یا هم کومه بله پلمه ورته وکړم، نو دلته چې زه امانت خیانت کړم، بیا خو د منافقو په ډله (ګروپ) کې راځم، یعنې دا او دې ته ورته په نورو ځایونو کې که موږ له ځانه قوي (محکم) تعهد (ژمنه) واخلو چې دروغ ویل به پریږدو؛ نو پریښودلی یې شو، خو کچېرته ځان ته دهوکه ورکړو او په خپل تعهد محکم ونه اوسو، نو بیا د منافقت نښې په موږ کې تر سترګو کیدلی شي.

ځیني خلک شته چې فضول خبرې کوي، خو په فضول خبرو کې ترې دروغ هم ویل کیږي، که ښه مسلمان جوړېدل غواړئ؛ نو له فضول خبرو څخه ځانونه وساتئ؛ که په عبثیاتو (فضولو) خبرو عادت (اموخته) شوئ؛ د خپلې ذمه دارئ څخه بې پروا کیدلی هم شئ؛ ددې ترڅنګ چې د خلکو د نظر څخه وغورځېږئ؛ په معاشره (ټولنه) کې هم خپل عزت له لاسه ورکوئ. بل ځای کې بیا په مسند احمد کې د حضرت محمد (ص) ارشاد مبارک دی چې هرکله څلور خبرې په تاسو کې وي، که بیا ټوله دونیا هم ورانه شي، نو تاسو ته به څه نقصان (زیان) ونه رسوي. (۱) د امانت ساتنه  (۲) په خبرو اترو کې صداقت (ريښتونولي)  (۳) ښه اخلاق  (۴) او حلاله ګټه.

د اسلام مبارک دین یو سپېڅلی او اسانه دین دی؛ یعنې په اسلام مبارک دین کې سختي نه شته، که څه هم د دروغو ویل په شریعت کې منع شوېدي، خو شریعت ورته په ۳ درېو ځایونو کې جواز ورکړی دی.  د سفیان بن ابي حصین (رض) روایت دی: چې نبي کریم (ص) فرمایلي دي: چې دروغ ویل په ۳ درېو ځایونو کې روا دي

۱ – د جنګ په مېدان کې، ځکه جنګ دُښمن ته په خپله دهوکه ده.

۲ – کوم څوک چې د ۲ دوو کسانو ترمېنځ روغه جوړه کوي او په هغه کې دروغ ووايي.

۳ – او یو سړی چې د اصلاح په نیت خپلې ښځې ته دروغ ووايي.

دروغژن له لاندې نښو پېژندلی شئ !

۱- کله چې دروغجن خبرې کوي نو یا لاندې ځمکې ته ګوري او یا هم ګرد چاپېره ګوري (مخامخ کتل نشي کولی)

۲ – کله چې یو څوک دروغ وايي، نو د دروغو ویلو په وخت کې د خبرو کولو ترڅنګ نور حرکات هم کوي. د بېلګې په ډول کله سر ګروي، کله په خبرو کې هغه دغه وايي، کله یوه خبره مېنځ ته وغورځوي، او کله بله….

۳- د دروغژن خبرې یو ډول نه وي، که يې خبرو ته فکر وکړئ؛ نو لومړنۍ خبرې به یې له وروستنیو خبرو سره توپیر لري.

۴- او دروغژن خپل غږ نشي کنترولوی، کله په لوړ اواز خبرې کوي، کله په ټيټ اواز او یا هم چې کله بیخي بند راځي نو خبره په چټکۍ سره پای ته رسوي.

دا چې دروغ ویل که کومه ځانګړې ګټه نلري؛ نو اړینه ده چې لومړی هم خپل ځانونه له دروغو ویلو څخه وژغورو، او بیا نور….