دسوریي په دمشق وسله واله نښته کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د سوريې د پلازمېنې په مربوطاتو كې د عين الترما په سيمه د بشار اسد د رژيم د هوايي ځواكونو په بريد كې درې تنه ملكي وګړي ووژل شول.

په سيمه كې د ژغورنكې ډلې يو تن چارواكي څرګنده كړه چې د رژيم د الوتكو لخوا ۱۵ بمونه ګوزار شوي دي چې په پايله كې يې لږ تر لږه ۳ تنه ملكي وګړي وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.