دسپينې ماڼۍ ویاند شان سپایسر له خپلې دندې استعفا ورکړه

 

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې شان سپايسر وروسته تر هغه له خپلې دندې استعفا کړې، چې ولسمشر ټرمپ انتوني سکارا موچي د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو د مدیر په توگه ټاکلی و. ورځپاڼه وايي، ولسمشر له سپايسر غوښتي و، چې خپلې دندې ته دوام ورکړي، خو نوموړي په خپلې استعفا ټينگار کړی او له دندې لاس پر سر شوی دی.

سکارا موچي د اقتصادي چارو کارپوه دی، له اوږدې مودې د ټرمپ پلوی و او تېر جون کې ولسمشر ټرمپ خپل سلاکار ټاکلی و.

د سپينې ماڼۍ د اړيکو مدير به د رسنيزو فعالیتونو مشري هم کوي، په رسنيو کې به د ولسمشر د سياسي فعالیتونو ننگه کوي او د ولسمشر د رسمي بيانيو په ليکلو کې به هم برخه اخلي.

د سپينې ماڼۍ د اړيکو ادارې له تېر می راهيسې مشر نه درلود. د دې ادارې پخواني مشر مايک ډوبک د شخصي ستونزو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې وه او شان سپايسر د ولسمشر د وياند سربېره د اړيکو د مدير په توگه هم دنده تر سره کوله.

امریکايي رسنۍ وايي، د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ سپينې ماڼۍ کې چارواکي «سخت او تنگ» ژوند تېروي او پر ډېری چارواکو له روسيې سره د پټو اړيکو د تور لگېدو له امله هر يو پر ځان ډارېږي.