دغه ۳ بوټي وکرئ او له ډاکټر سره مخه ښه وکړئ

یو شمېر داسې بوټې شته چې که چېرې خپل کور کې يي وکرئ له بې شمېره عامو ناروغیو لکه سر درد، د خېټې ستونزې، ذهني فشار او داسې نورو څخه مو ژغورلو سره له ډاکټر څخه لرې ساتي.

که چېرې د بوټي کرلو یا ځای پر ځای کولو لپاره لږ ځای هم لرئ نو دغه درې بوټي مو له بې شمېره ناروغیو او ډاکټر څخه ژغورلو کې مرسته کوي.

کشمالي ریحان

دغه بوټی اکثره په خوړو کې د خوند زیاتولو لپاره کارول کېږي چې ځینې خلک يي تازه هم خوري. کشمالي د فرانسویانو له لوري د بې شمېره روغتیايي گټو له امله شاهي بوټی نومول شوی.

یوې روغتیايي څېړنې ثابته کړې چې د کشمالي شیره یوازې څو ساعتونو کې د بدن پړسوب او سوی ٪۷۳ کموي. کشمالي همدراز د عمر ضد ځانگړنه هم لري.برتانيې کې یوې روغتیايي غونډې ته وړاندې کېدونکي یوې روغتیايي څېړنې ثابته کړې چې د کشمالي جوس یا شیره په بدن کې مضر مالیکولونه له منځه وړي او ازادو رادیکالونو ته د اعصابو، زړه او ځیگر ته د زیان رسولو فرصت نه ورکوي.

دودیز درمل کې، د خېټې او هاضمې ناروغیو لپاره د کشمالي پاڼې گرمو اوبو کې اچول کېږي او څښل کېږي، د سخت ټوخي لپاره ژوول کېږي، د سر درد لپاره اېشول کېږي او د حشراتو له لوري چیچل شوو برخو درد ارامولو لپاره په هماغه برخو ایښودل کېږي.

کشمالي ډېرې روغتیايي گټې لري. د اروپايي اتحاديي څېړونکي اوسمهال د هغو باکتریاو پر وړاندې چې د انټي بایوټک پر وړاندې مقاومت کوي د دغه بوټی اغېزناک څېړي.

الو وېرا (Aloe Vera)

له مصر څخه ترلاسه شوي شواهد ښيي چې دغه بوټی ۶۰۰۰ کاله پخوا دودیزې درملنې لپاره کارول کېده. تاریخي شواهدو پر بنسټ دغه بوټی سطحي درملنې لکه ټپ او د پوټکي نورو ناروغیو لپاره کارول کېده. اوس دغه بوټی بې شمېره مېکروبونو او ناروغیو د ساه بندي، شکرې ناروغۍ، بې هوشۍ او پسوریازیس نومې ناروغۍ په گډون درملنې لپاره کارول کېږي. د امریکا متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې په خوړو کې د دغه بوټي اضافه کول تایید کړي. الو وېرا د ښکلا بېلا بېلو توکو کې هم کارول کېږي.

برتانيې کې ترسره شوې څېړنې ثابته کړې چې دغه بوټی د هاضمې ستونزې اواروي. د الو وېرا جوس د خارښت ناروغي له منځه وړي او د معدې زخم درملوي. د پړسوب ضد ځانگړنې لري او بې شمېره ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

بابونه یا کمومیل (Chamomile)

دغه ښایسته او مشهور گل هم بې شمېره روغتیايي گټې لري. هغو کسانو لپاره چې په ذهني فشار، اضطراب او بې خوبۍ اخته وي اراموونکې ځانگړنه لري.

یو شمېر څېړنو ثابته کړې چې دغه بوټی د معدې ستونزې، د زړه سوی او زړه بدوالی ناروغۍ درملولو کې د پام وړ مرسته کوي. دا هم ثابته شوې چې د خولې ټپونو، اسهال او بواسیر لپاره هم ډېره زیاته گټه لري. که چېرې له بهر څخه په پوټکی وکارول شي، د پوټکی ستونزې اواروي او ټپونه رغوي.  نړۍ نیوز