دفاع وزارت: سرحدي ځواکونو ته امر شوی چې د پاکستان له لوري حملې ځواب کړي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د ډیورنډ د کرښې اخوا پر هغو سیمو انداختونه کړي چې ورڅخه پردې غاړې بریدونه کېږي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري رسنیو ته که څه هم په دې اړه زیات جزئیات ورنه کړل خو ویې ویل چې سرحدي ځواکونو ته امر شوی چې د پاکستان له لوري بریدونه بېرته ځواب کړي.

جنرال وزیري دغه راز وویل، پاکستان ته پکار ده چې دغه بریدونه ودروي ترڅو وضعیت لا پسې خراب نه شي.

د پاکستان له لوري د افغانستان پر سرحدي ولایتونو ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو د دغو بریدونو په نتیجه په لسګونو کورنۍ دې ته اړ شوي چې له خپلو سیمو کډه شي.