دفاع وزارت: طالبان د پاکستان په اشاره په وروستیو تحرکاتو نړۍ ته زور ښیي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، وسله والو مخالفینو د پاکستان په اشاره په هېواد کې خپل تحرکات زیات او جګړه یې ګرمه کړې ده.

دغه وزارت زیاتوي چې وسله والو مخالفینو د پاکستان د فشار له امله په هېواد کې خپلو حملو ته په دې خاطر زور ورکړی، څو پاکستان په دې سره نړۍ ته وښيي چې د افغان دولت وسله وال مخالفین پياوړي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته وویل چې افغان حکومت د وسله والو مخالفینو د هر ډول حملو مخه ډب کولای شي.

نوموړې زیاتوي، په دغو څو ورځو کې ځکه د دښمن تحرکات ډېر دي چې د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي توګه د امریکا له خوا په پاکستان فشار وارد شوی، پاکستان هڅه کوي چې افغانستان کې جګړه ګرمه کړي او نړیوالو ته وښيي چې وسله وال مخالفین په افغانستان کې پیاوړي دي او حملې کولای شي، مګر افغان ځواکونه د دې توان لري چې په لوړ مورال د افغانستان له هرې ساتني خاورې په کلکه دفاع وکړي.”

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د فاریاب د کوهستان او د غور تیوره ولسوالیو پر مرکزونو ولکه ټینګه کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د دغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره‌ عملیات پیل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو په ۱۱ ولایتونو کې ۱۶ هوايي، ۱۴ ځمکني پلان شوي، ۲۹ کمانډویي او ۲ د شپې عملیات درلودل چې له امله یې د ۱۵ داعش جنګیالیو په ګډون ۹۶ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د فاعي چارو کمېسیون د افغان ځواکونو له عملیاتو هرکلي کوي، خو ټینګار کوي چې په پاکستان د انتقاد پر ځای باید افغان حکومت روانه جګړه سمه مدیریت کړي.

افغان ولسمسر محمد اشرف غني په وار- وار ویلي چې د افغانستان جنګ کورنۍ جګړه نه ده، بلکې افغان امنیتي ځواکونه د نړیوال ترورېزم په وړاندې د جبهې په لومړۍ کرښه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د امریکا د دفاع وزیر کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو چې ۲۰۱۷ میلادي کال به د افغانستان لپاره یو سخت کال وي.