دملګرو ملتونو په ۷۲ یمه عمومي غونډه کې دولسمشر غني دوینا بشپړ متن…

بسم الله الرحمن الرحیم

ښاغلی ولسمشر، او د هېوادونو او حکومتونو ښاغلو مشرانو!

نن چي زه دلته ستاسي په مخکي ولاړ یم، د هغو هوښیارو نارینه وو او ميرمنو یادونه کوم چي په ۱۹۴۵ کي یې له تاریخ د زده کړي او په زده کړه د عمل کولو د ځانګړي قابلیت مظاهره وکړه.

هغوی د دوهمي نړیوالي جګړې له پایلو زدکړه وکړه او د یو لړ بنسټونو د رغولو له لاري یې یو نړیوال نظم رامنځته کړ، چي د دې نظم په وسیله راتلونکو نسلونو ته د امنیت او ثبات فرصت برابر کړي.

هغه مهال ملګري ملتونه، نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او نور بنسټونه پر همدې اساس رامنځته سول چي د نړیوالو ننګونو د مقابلې په برخه کي همغږي رامنځته او د انسانیت پر خلاف جرایمو ته د پای ټکی کښېږدي.

د هغو ځیرکو وګړو د تصور او هڅو په کچه، وسعت، او چټکتیا کي ښایي لږ خلک شک ولري، خو دا فیصله به تاریخ ته پرېږدو چي دا بنسټونه به د نن او سبا ننګونو ته څنګه ځواب ووایي.

موږ نن د نړیوالو رهبرانو په توګه، په دې هڅه کي یو چي د شلمې پېړۍ د لوبي پر اصولو ځان پوه او ډاډه کړو خو د نن په پرلپسې بدلېدونکې نړۍ کي، ابهام زموږ د وخت تر ټولو اوڅاره ځانګړتیا ده.

که نن زموږ اقتصاد، امنیت، او ارزښتونو ته را پېښ ګواښونه تر نظر تير کړل شي، دا ډول ابهام ډېر په اسانه تر سترګو کېدای شي.

په دې خبره تقریبي اجماع موجوده ده چي پرمختللي اقتصادي ځواکونه لا هم د پرمختګ د یوه داسي ماډل په رامنځته کولو نه دي توانيدلي چي د بې کارۍ پر زیاتوالي برلاسي شي او د عوایدو او سرمایې د ناانډولتیا کچه را ټیټه کړي. له همدې امله لا هم د اقتصادي بحران له ګواښ سره مخ یو.

د سپټمبر د یوولسمي تر تراژېدۍ شپاړس کاله وروسته هم د دې شاهدان یو چي د نادولتي عناصرو خشونت (تاوتریخوالي)، د سیاسي خشونت د پنځم موج شکل اختیار کړی دی.

د پرلپسې بدلېدونکو ترهګریزو شبکو فعالیت، جرمي سازمانونو، برېښنایي جرایمو او له ترهګرۍ څخه د دولتونو د ملاتړ اوسنۍ وضعې ته په کتلو ویلای سو چي د خشونت پنځم موج به لنډ مهالی نه وي او په لسیزو لسیزو به نړیوال امنیت وګواښي.

په شلمه پيړۍ کي نړۍ د فاشیزم د پر شا تمبولو لپاره لاس سره یو کړ تر څو په ډیموکراټیکه فضاء کي د خلکو ازادۍ تضمین شي.

نن هماغه ازادۍ بیا د نړیوالي ترهګرۍ تر برید لاندي دي. ترهګري یوازي پر انساني ژوند او لومړنیو ازادیو برید نه دی، بلکي د تابعیت پر میثاق او د ملي دولتونو او ولسونو پر اړیکو او هغو ارزښتونو برید دی چې د ډیموکراټیکو ټولنو سالمیت او ازادي تضمینوي.

موږ باید د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندي د یوه متحده ځواک په توګه ودرېږو، او دې ګواښ ته داسي اوږدمهالی حل ولرو چي د ترهګرو د اوږدمهالي اجنډا مقابله ورباندي وکړای شو.

وروستۍ خبره دا چي که څه هم د بشر د حقونو د میثاق احکام د نړۍ د اکثرو هيوادونو په اساسي قوانینو کي مدغم سوي، خو د بشریت پر خلاف جرایم لا هم په دردناکه او منظمه بڼه ترسره کيږي.

د روهنګي ولس نژادي تصفیه په ځانګړې توګه بوږنوونکې ده. د انګ سانسوچي اوږد سکوت غموونکی و، ځکه موږ تمه درلوده چي هغه به د بشري حقونو د ننګي د یوې ممثلې په توګه، اصولو ته پر واک ترجیح ورکړي.

غواړم افغانستان ته د بشري حقونو په کمېټه کي د غړیتوب حاصلولو هرکلی وکړم، چي افغانستان د داسي مهمو بشري مسایلو په بحث کي لا مرکزي نقش ولري.

په یوویشتمه پېړۍ کي د ویجاړوونکو او ستونزمنو بدلونونو مقابله په نړیواله، سیمه ییزه، ملي، محلي او د افرادو په کچه یوځایي او همغږي اقدامات لازموي.

د ملګرو ملتونو داسي اداره، چي درناوی، موثریت او وړتیا ولري، د وخت غوښتنه ده. موږ باید خپل د شلمي پېړۍ بنسټونه آزموینې ته وړاندي کړو.

په دې مناسبت زه جلالتماب میروسلاف لجکک ته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۲م اجلاس د مشرتابه مبارکي وایم.

غواړم په تيره دوره کي د جلالتماب پيټر ټامسن د هڅو یادونه او قدرداني وکړم او هم د جلالتماب سرمنشي ګوتیرس له خوا د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو د پیل هرکلی کوم.

که نن د ملګرو ملتونو موسسه نه وی، موږ به یې د نن د اړتیاوو د ځوابولو لپاره د دې موسسې د رامنځته کولو اړتیا محسوسه کړې وی.

په اوسنۍ نا مطمئنه فضا کي د بشري حقونو د نړیوال میثاق د ژمنو ترسره کول د دې اړتیا پيښوي چي د ملګرو ملتونو د موسسې اساسي وظایف له سره وکتل سي، کاري پروسې یې له سره وسکښتل شي.

د دې سازمان ارزښتونه او کاري کلتور له سره احیاء شي، او د حساب ور کولو په نظام کې یې سمون راوستل شي.

د دې لپاره چي د ملګرو ملتونو موسسه زما د هيواد په څير د یوه هيواد لپاره معنا ولري، باید د یوه وجود په توګه دنده ترسره کړي، چي دا هدف لا هم نه دی ترلاسه شوی.

د ملګرو ملتونو د استازو کوم میراثي ماډل چي موجود دی او د تخنیکي مرستو او ظرفیت جوړولو د یوې وسیلې کار ور څخه اخیستل کيږي، باید د بازار ازموینې، په تيره د قیمت او ارزښت پرتلې، او د حکومت، خصوصي سکتور او نادولتي موسسو پرتله د نتیجو د پایدارتوب ازموینې ته وړاندي شي.

دوه طرفه حساب ورکړه د همکارۍ او د شراکت د پراختیا او اعتماد جوړوني ازمویل شوې لاره ده.

زه ویاړم چي په دې پرتمینه غونډه کي د افغانستان د خلکو په استازۍ برخه اخلم او وینا کوم.

موږ سختۍ، محرومیت او وچکالۍ په متانت زغملې دي. د تيري مقابله مو په زړورتیا کړې ده او تل مو په وطندوستۍ له خپلې خاوري دفاع کړې ده.

موږ هم — د یوه ملت، یوه دولت، او یوه ولس په توګه، له هغو ننګونو او فرصتونو سره ځان له سره عیاروو چي په یوویشتمه پيړۍ کي ورسره مخامخ یو.

د ترهګرۍ د مقابلې او د جنوبي اسیا د ثبات په برخه کي د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ تر وروستي اعلان را وروسته له متحده ایالتونو او نړیوالي ټولني سره د افغانستان پایدار شراکت تجدید شوی او نوی روح (ساه) یې اخیستی دی. موږ د دې ستراتیژۍ، چې د ډاډ لور ته یې برابرکړي یو، هرکلی کوو.

د افغانستان خلکو له کلونو څخه له متحده ایالتونو د دې ډول پرېکړي هیله درلوده. موږ اوس د ترهګرۍ په له منځه وړلو کي د هڅو شریکولو لپاره له خپلو ګاونډیانو سره د خبرو اترو ښه موقع لرو.

زه پر پاکستان غږ کوم چي له موږ سره، رفاه ته د رسيدلو لپاره، د سولي، امنیت او سیمه ييزي همکارۍ په برخه کي د دولتونو په کچه هر اړخیز بحث ته داخل شي.

افغان حکومت دا ثابته کړې چي د خپلي داخلي پروسې له لاري، لکه چي له حزب اسلامي سره یې د سولي په تړون ثابته کړه، سولي ته ژمن دی.

اوس موږ پر خپلو ټولو نږدې او ليري ګاونډیانو غږ کوو چي د کابل پروسې له لاري د سیمه ییزي سولي او ثبات لپاره له موږ سره په هر اړخیزو هڅو کي همکاري وکړي.

بیا هم، په داسي حال کي چي وړاندي ګامونه اخلو، له د نړیوالو همکارانو د لیدلوري د بدلیدو غوښتنه کوو.

له ډیري مودې راهیسې د افغانستان جګړې ته د کورنۍ جګړې په سترګه کتل کېږي، خو دا جګړه زموږ په خاوره کي نه، بلکې زموږ پر خاوره ده.

نن ورځ د افغانستان پر خاوره څه باندي ۲۰ نړیوالي ترهګري ډلي فعالیت کوي.

د افغانستان راتلونکی ځکه اهمیت لري چي موږ د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو په کار کي د نړیوالو هڅو په لومړۍ کرښه کي یو.

زموږ زړور سرتیري هره ورځ د دې موخې لپاره جنګيږي او قرباني ورکوي او د افغانستان د واکمني لپاره جنګیږي.

که څه هم، موږ افغانان پر لومړۍ کرښه یو، خو د ترهګرۍ ګواښ پولي نه پيژني.

د ترهګرو ډلو لپاره پر کابل او یا هم بروکسل، پاریس ، بارسلونا ، لندن او یا بل هر ځای برید هماغه ډول بریا ده.

د ولسمشر ټرمپ په نوې ستراتیژۍ کي د ترهګرو، چي موخي یې پولي نه پيژني، د پناه ځایو نه منل او له منځه وړل هم شامل دي.

ډاډمن یم چي د ځان بسیاینې او سمون په برخو کي زموږ پروګرامونه چي نړیوال ملاتړ ور څخه کیږي ، موږ به یو ځل بیا د پیاوړتیا او ځان بسیاینې په لور بوځي.

خو له دې سره سره، یوازي د نړیوالو همکارانو مرستې او ژمنې موږ په افغانستان کي یوځایي بریا ته نشي رسولای، د بریا کیلي په حقیقت کي، له موږ افغانانو سره ده.

نن چي د بدلون لسیزي ته د افغانستان د داخلولو لپاره زموږ د کار دوه نیم کاله کيږي، موږ افغانستان د ثبات پر یوه ډګر بدلوو.

اساس اېښودل سوی، موږ د اصلاحاتو لاره معلومه کړې او په شدت یې تعقیبوو.

په مشخص ډول، موږ د فاسدانو تعقیب پيل کړی، په امنیتي سکټور کي فساد پای ته رسوو.

د اړیکو پر اساس رامنځ ته سوي سیستمونه د وړتیاوو پر اساس په ولاړو سیستمونو بدلوو او په مالي پروسو کي مو د شفافیت لپاره کار پیل کړی دی.

موږ همدارنګه د ټولنې هغو وګړو؛ ځوانانو، میرمنو او بیوزلو ته پاملرنه کوو چې تل هير کړل شوي خو همدوی د ملت د مقاومت اساس جوړوي.

هغه نسل چي په ۱۹۹۰ لسیزه کي لوی سوی او اوس د ټولنې ډیره برخه جوړوي، د هېواد د سرتاسري رهبرۍ اعتماد پرې سوی دی.

په هر ډګر کي د ځوانانو د غښتلتیا له امله یو نسلي تغییر د راتګ په حال کې دی.

دا نسل به حکومتي اداره خدمت محوره او ولس محوره ادارې ته واړوي.

افغان ميرمنو بې شانه خواریو کې، ځانونه هر خطر ته سپر کړل، خو زموږ د ټولنې اوبد او اړیکې یې ژوندۍ وساتلې.

خو دوی تر وروستۍ کچې، په ټولنه کي له پامه غورځول شوي دي. دا حالت د منلو نه دی او قیمت یې زموږ ملت ادا کوي.

خو نن ورځ د افغانستان په تاریخ کي تر بل هر وخت ډیری افغان میرمنې په حکومت، کاري ځواک، او مدني فعالیتونو کي ښکيلې دي. خو لا هم ډېر مزل په مخ کي دی.

اوسمهال شپږ میرمنې د سفیرانو او څلور میرمنې د کابینې د وزیرانو په توګه کار کوي.

په ساده ټکو، د ښځو غښتلتیا زموږ د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري.

بیوزلي، میرمنې او ځوانان له توکمیز، ژبني، جنسیتي او مذهبي کرښو ور اخوا، زموږ د هيواد عددي اکثریت جوړوي.

شاوخوا ۴۰ سلنه افغانان اوس هم د بیوزلۍ تر کرښې لاندي ژوند کوي، څیړنې ښيي بیوزلي ځکه هم اوږدمهالي کيږي چي د یوه ماشوم د دماغ پر ساینسي جوړښت اغیز کوي.

موږ باید بیوزلي په پښو ودروو. بيوزلي له ډېري مودې راهیسې زموږ د هېواد ساکت اکثریت جوړوي.

موږ د خپلې ټولني اړیکې او جوړښتونه له سره احیاء کوو، چي په خپل دولتي کلتور کي تغییر راولو.

البته نه یوازي په کور دننه بلکي له هيواده د باندي هم د خپلو روابطو د تقویې لپاره لاس پر کار یو.

لکه څنګه چي موږ په سهیلي او مرکزي اسیا کي خپلو ګاونډیو سره د اړیکو غوښتونکي یو همدارنګه په نړیواله او سیمه ایزه کچه هم غواړو چې له هيوادونو سره وصل او نږدې اړیکي ولرو.

افغانستان به په ۲۱ پیړۍ کي یو ځل بیا د لیږدرالیږد، انرژۍ، اوبو او د کانونو د استخراج په برخه کي د سیمې دهوساینې او اقتصادي امنیت به ډګر بدل شي.

موږ همدا اوس، د خپلو هڅو د پایلو شاهدان یو، له مرکزي اسیا څخه سوېلي اسیا ته د انرژۍ د پروژې د ليږد د مزو غځيدنه تر کار لاندي ده.

د ترکمنستان د رېلګاډي پټلۍ زموږ پولي ته را رسيدلې او د تاپي د ګازو نللیکه د جوړیدو په حال کي ده.

د اقتصادي پرمختګ د مرکزیت غوره کولو د هڅو په درشل، موږ غواړو چي له خپلو سیمه ییزو همکارانو سره د ګډ کار فرصتونه ترلاسه کړو.

موږ ته اوس، د یوویشتمۍ پيړۍ د ابهاماتو، ځانګړیو ننګونو او تهدیدونو په رڼا کي جوتيږي چې د افغانستان قضیه د شلمې پيړۍ د تصوراتو پر اساس چي لا هم نړیوال نظم پرې متکي دی، په یوه پيچلتیا بدله سوې ده.

په داسي حال کي چي زموږ پر خاوره د نړیوال تروریزم ګواښ لا هم زموږ د هيواد پر تصور سیوری غوړولی او له ډېرې مودې یې د افغانانو برخلیک تر اغيز لاندي راوستی.

خو موږ اوس هم لوړ ظرفیت لرو چي په سیمه کي د سولي په استازي، د اقتصادي رفاه په مرکز او د دیموکراتیکو ارزښتونو په روښانه مثال بدل سو.

د رومي د زیږیدو ټاټوبی اوس هم د مینې، سولي او هیلې پيغام وړاندي کوي.

افغانستان به یووار بیا د مدنیتونو د دیالوګ په مرکز، او د همپالنې، زغم او پخلاینې د کلتور په یوه نمونه بدل شي.

ډاډمن یم چې د ځانبسیاینې او اصلاحاتو په برخو کي زموږ پلانونه او پروګرامونه به د نړیوالو شریکانو په ملاتړ، زموږ د بشپړ ظرفیت او توان ترلاسه کيدلو ته لاره هواره کړي.

مننه