دناجوړې مور ځوې!

لنډه کیسه

یو ځوان چي خپله مور ئې په روغتون کي د ډاکټرانو تر نظارت لاندي عملیات کړې وه. یوه ورځ له ورځو څخه ډاکټرانو ورته وویل چي د مور حالت ئې ډېر نازک دئ او هره لحظه ئې د مرګ امکان سته. ځوان په داسي حال کي چي ډېر غمګین وو، د مور له مخي دباندي ووتی. کله چي ئې غوښتل بیاځلي د مور پوښتني ته راشي، په لاره کي ئې د تیلو د یوه پمپ سره موټر ودروی- د پمپ کارمند ته وايي چي موټر ته ئې پترول ور واچوي، پدې وخت کي ئې سترګي پر یوه کوچني کارتن ولګېدې، تر کوم لاندي چي یوې پیشو بچیان زېږولي ول او هغوی پر لاره د تللو توان نه ئې درلودی، د ځان سره ئې وپوښتل: څوک به دیوو ته چي په داسي یوه سخت حالت کي را ګیر دي؛ ډوډۍ راوړي؟ وروسته یو خوړن ځای ته ننوتی او څه شی ئې د خوراک لپاره دې پیشي او بچیانو ته راوړل او خپله بیرته روغتون ته راغلی. کله چي د عملیاتو خوني ته راغلی، چیري چي ئې مور بیستر کړې وه، وئې لیدل چي مور ئې نسته، لاسونه ئې سُست شول، هر شی چي ئې په لاسونو کي ول؛ د لاسونو څخه ئې ولوېدل…

ډاکټر ئې پیدا کی- د خپلي مور پوښتنه ئې ځني وکړه، هغه وویل چي د مور حالت ئې سم سوی و- هغه د څنګ اطاق ته ئې انتقال کړېده. د مور خواته ورغلی، مور ئې پیداکړه چي د ده په نشتون کي پر هوښ راغلې وه، د خوښۍ اوښکي ئې په سترګو کي رواني سوې، مور ته ئې سلام ووایه. مور ئې ورڅخه وپوښتل: د بیهوښۍ په حالت کي مي ولیدل چي یوه پیشي سره د خپلو بچیانو لاسونه پورته کړیدي او ماته دعا کوي- قضیه څه ده؟

ځوان تعجب یوړی!

څومره پاک دئ هغه رب چي رحمت ئې پر هر شي دُمره پراخ دئ.

څومره پاک دئ هغه رب چي د صدقې په برکت بلا دفع کيي.

ښکلا