وسله والو طالبانو تایید کړې، چې یو پلاوی یې په دې وروستیو کې اسلام اباد ته تللی دی. د رویټرز خبري اژانس دخبر له مخې د قطر دفتر یو پلاوی اسلام اباد ته تللی دی او هلته یې د سولې په اړه خبرې کړې دي. اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکي، چې دغه خبرې د ملا هبت الله په امر تر سره شوې دي. په خبر کې راغلي، چې هبت الله غوښتي د سولې د خبرو د بیا پیل او د روانو جګړو د پای لپاره دغه پلاوی مذاکرات وکړي. بل لور ته داسې راپورونه خپاره شوي، چې دغه پلاوي له حامد ګیلاني سره هم کتلي دي. حامد ګیلاني چې د محاذ ګوند مشري کوي، څه موده وړاندې ویلي وو، چې افغانان به د سولې په اړه نوي زېري واوري. خو تر اوسه دا معلومه نه ده، چې دغه اقدامات رښتیني دي او که نه له فشارونو د پاکستان د خلاصولو هڅه ده.