دننګرهار په کامې ولسوالۍ کې نا معلومه وسله والو يو ښوونکی وژلې

د ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ دارالمعلمین کې تيره شپه ناوخته نا معلومو وسله والو  د خليل الله په نوم ښوونکی په شهادت رسولی.

امنيتي مسئولينو د دغه پېښې په تور د ياد دارالمعلمين دوه تنه ملازمين، چې د شپې نوکريوالي لري نيولي دي.

خليل الله اصلي د باميان ولايت اوسيدونکی دی جنازه يې نن د يو شمېر استادانو او سيمې مخورو له لوري کابل ته ولېږدول شوه.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر ياده پېښه ژوره خواشينې ښودلې، شهيد ته يې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې جميل صبر هیله کړې.