سه شنبه , 16 اپریل 2024

دهجري شمسي سَنې په اړه اهم معلومات

دهجري شمسي سَنې لپاره په (هـ ش) سره اشاره کیږي.

د پنځمي او شپږمي پېړۍ وتلي مسلمان عالم عمر خیام د اوو نورو مشهورو علماو په مرسته دغه جنتري اجاد کړه، دلمر پر خواوشا دزمکي دحرکت پر نتیجه دا جنتري بنا ده.

زمکه دلمر خواوشا حرکت په 12 میاشتو کې پوره کوي، په یووار حرکت پوره کولو سره، یو هـ ش کال پوره کیږي.

دزمکي دغه دوراني حرکت په 365 ورځو او 6 ساعته کي پوره کیږي، نو له دې امله هر څلورم کال د 365 ورځو پر ځای، 366 ورځي راځي، ځکه په څلورو کلونو کې چې 6 ساعته سره جمعه کړو، یوه پوره ورځ تشکیله وي.

دهـ ش سنې میاشتي:

حمل: 31، ثور: 31، جوزاء 31، سرطان 31، اسد 31 او سنبله هم 31 ورځي وي، خو میزان بیا 30، عقرب 30، قوس 30 جدي 30 او حوت کله 29 او کله 30 ورځي راځي.

په هغه کال چې مجموعه ورځي یې 365 وي، دحوت میاشت 29 ورځي، او کله چې ټول ټال ورځي يې 366 وي، دحوت میاشت 30 ورځي راځي.

او دهجري قمري سَنې سره تقریبا 11 ورځي فرق لري، ځکه قمري جنتري دسپوږمۍ پر خواوشا دزمکي ددوراني حرکت په نتیجه کې منځته راځي، او دا دوره دلمر شاوخوا تر دوري لږ کمه ده، ټولي ورځي يې 354 وي.

ددې (هـ ش) پیل و مدینې منورې ته درسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم له هجرت سره برابر شوی دی.

د(هـ ش) جنتري استعمال په سعودي، ایران، افغانستان او کردستان کي کیږي، خو فرق دا دی چې دسعودي دجنتري دکال اوله ورځ له 23 دسپتمبر څخه، دموني په موسم کې پيلیږي، او په ایران او افغانستان کې بیا د مارچ له 21 نه دسپرلي دپیل سره سم شروع کیږي.

تر ټوله غوره سنه:

دا (هـ ش) سنه دنړۍ په سطحه تر ټولو دقیقه سنه بلله شوي ده، ځکه په 3.8 ملیونه کال کې دیوې ورځي خطا امکان لري، او په میلادي سنه کې بیا، په 3300 کال کې دیوې ورځي دغلطي امکان شته.

یادونه:

په مذهبي لحاظ دعباداتو لپاره هجري قمري سنه تر ټولو معتبره او غوره ده، البته دحکومتي قوانینو به لحاظ سره هـ ش سنه ښه ده، ځکه چې له وړاندي يې دیو تاریخ او رځي تعین ممکن دی، او دقمري هغه دهلال تر ليدلو تعلق لري، تر هغه له مخه دکوم تاریخ تعین ناشونی دی.

فایده:

له میلادي جنتري نه د(هـ ش) جنتري کال معلومول ډیر اسان دی، دمیلادي سنې په 622 کال باندي د (هـ ش) جنتري پیل شوی دی، نو دعیسوي سنې نه به 622 منفي کړو، بس نتیجه به يې (هـ ش) سنه وي.

مثلا:

2017م نه چې 622 منفي کړو، نتیجه به يې 1395 راشي، چې دا د 2017م کال سره برابر 1395هـ ش کال دی.

مفتي احسان الله