پنجشنبه , 25 اپریل 2024

دهلمند چارواکي وايي،پاکستاني او ایراني استازو په گډه له طالبانو سره ناسته کړې

له طالبانو د گاونډیو هېوادونو او روسیې د ملاتړ څرگندونې یو ځل بیا گرمې شوې او اوس د هلمند والي وايي، پاکستاني او ایراني استازو په گډه له طالبانو سره ناسته کړې ده.

حیات الله حیات وايي، ناسته د هلمند په گرمسیر ولسوالۍ کې شوې ،هغه رسنیو ته ویلي، د هلمند ولایتي اداره په دې اړه څېړنې کوي، چې ایراني او پاکستاني استازو له طالبانو سره په کومو مواردو خبرې کړې

حیات د هلمند سیند اوبه د ایران د لاسوهنو اصلي لامل بولي، چې ولسمشر غني یې د مهار ژمنه یو ځل بیا تازه کړې ده.

ځېنې سرچینې وايي، ایراني اتباع جلا او پاکستاني هغه جلا گرمسیر ته راغلي او له طالبانو سره یې په ځېنو موضوعاتو خبرې کړې دی.

هلمند کې یوې امنیتي سرچینې رسنېو ته وویل،د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ پاکستاني استازي د هلمند په سنگین ولسوالۍ کې له پخوا و، او ایراني اتباع تازه د بهرامچې له لارې افغانستان ته راغلي او له هغه ځایه یې ځانونه د طالبانو په ملتیا د گرمسیر ولسوالۍ یوې لرې سیمې ته چې د حکومت په ولکه کې نه ده رسولي دي.

وروسته له هغه چې روسیې او ایران په خپله اعتراف وکړ،چې له طالبانو سره د خپلو مشترکاتو پر بنسټ اړیکې لري او د هغوی نظامي تمویل نه کوي، افغانستان کې دا اندیښنه په زیاتېدو ده، چې دغه دوه هېوادونه په همغږۍ طالبان نوي لیدلوري ته رهنمايي کوي، چې د ډيرو په باور به یې پایله د جگړې اوږېدیدل وي.