پنجشنبه , 25 اپریل 2024

دهند صدراعظم :امکان نه لري چې پاکستان ته اوبه او وینې په یو خت روانې وي

هندي او پاکستاني مقامات د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د اوبو پر سر د لانجې په اړه دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې.

هند او پاکستان چې دوه اتومي طاقتونه دي، په ١٩٦٠ کال کې د نړیوال بانک سره “د سند د اوبو تړون” لاس لیک کړ چې د سند د سیند اوبه له دواړو هیوادونو څخه تیریږي، په خپل منځ کې وویشي.

ددې تړون له مخې د دواړو هیوادونو استازي باید په کال کې یو ځل سره وویني، خو د اسلام آباد او نوي ډهلي ترمنځ د اړیکو د خړ پړتیا په وجه د ٢٠١٥ کال د مۍ د میاشتې راهیسې په دې هکله د دوی ترمنځ هیڅ ډول اړیکه نه وه نیول شوې.

د کړکیچ په اوج کې په ځانگړې توگه په پاکستان کې د میشتو سخت دریځو له لورې په کشمیر کې د ١٨ هندي سرتیرو له وژل کیدو وروسته د هند صدراعظم نریندرا مودي د سند د سیند له اوبو څخه د اعظمي گټې اخیستلو امر کړی دی او ویلي یې دي ” نه شي کیدای چې پاکستان ته اوبه او وینې په یو خت روانې وي.”

د سند داوبو تړون له هند څخه غواړي چې د خپلو ختیځو دریو سیندونو له اوبو څخه چې د پاکستان په لور بهیږي باید دومره گټه وانخلي چې پاکستان ته د اوبو جریان کم شي.

پاکستان د تیر کال په سپتمبر کې له نړیوال بانک څخه وغوښتل چې ددې کړکیچ د حل لپاره منځگړیتوب وکړي. خو دغه نړیوال بنسټ ځان شا ته کړ او د هند او پاکستان نه یې وغوښتل چې مستقیمې خبرې او تماسونه بیرته پیل کړي.