دهیواد شمال ختیځ پنځه اعشاریه یو درجې زلزلې ولړزاوه

د افغانستان په شمال ختیځ کې یوه لرې پرته سیمه د پنځه اعشاریه یو درجې په ځواک یوې زلزلې ولړزوله.

د امریکا د جیولوژیکي سروې، ادارې ویلي زلزله نن سهار شااوخوا څلور بجې د بدخشان ولایت په کران او منجان ولسوالۍ کې شوې چې د تاجکستان او پاکستان پولو ته نېږدې پرته ده.

د رپوټ له مخې د دې زلزلې ټکانونه د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې هم حس شوي خو د مرګ ژوبلې یا زیانونو په اړه یې تر اوسه جزئیات نشته.

د پاکستان متروجیوژلوژیکي ادارې د دې زلزلې ځواک پنځه نیمې درجې بللی.

د پاکستان جیو خصوصي ټلوېزیون ویلي چې د زلزلې ټکانونه د لاهور، اسلام اباد او پېښور اوسېدونکو حس کړي دي.

د افغانستان په بدخشان ولایت کې پخوا هم څو واره قوي زلزلې او ځمکې ښوویدنې شوي چې په مالي تاوانانو سربېره یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبلې هم اړولې ده.