دوی وايي، دې ستوريو له پيسو سره واده کړی

په هندي سېنما کې ډېری داسې فلمي ستورې شته چې له داسې کسانو سره یې ودونه وکړل چې هسې په کور کې يې لا زغمل سخت دي، خو دوی زړونه ورسره تړلي دي.

په هغو کسانو کې چې ښځينه فلمي ستوريو ورسره واده ته زړه ښه کړی، ځينې يې ځوانان دي، خو نور يې بيا د پېرۍ هغې مرحلې ته رسېدلي چې د چا خبره، پښې يې د ګور پر غاړه دي، خو پيسې لري.

راځئ په سرخط کې د ځينو په اړه ولوئ.

شلپا شیټي اور راج کندرا؛

راج کندرا یو مشهور سوداګر دی چې په ۱۹۷۵ کال کې له زېږېدل شوې شلپا سره یې واده وکړ او اوس ښه ژوند لري. دوی دواړو په ۲۰۰۹ مېلادي کال کې ګډ ژوند پیل کړ.

اسین ټهو ټمکل او راهول شرما؛

۳۲ کلنې اسین د ګجنې، ریډ او ویلکم۲ په څېر بریالي فلمونه لرل، خو خپل هنري ژوند ته یې د پای ټکی کېښود او د الکټرونیکي وسایلو د یوه ساختماني شرکت له مشر میلیونر راهول شرما سره یې په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې ګډ ژوند پیل کړ.

راني مکھرجي اور ادتیا چوپړا؛

ښکلې راني بیا د فلم جوړوونکي ادتیا چوپړا په قسمت شوه او تر ننه خپل هنري ژوند ته دوام ورکوي. دوی دواړو په ۲۰۱۴ کال خپل ګډ ژوند پیل کړ.

جوهي چاوله اور جې مهتا؛

ښکلې، شوخه، خو په قسمت خواره جوهي بیا د سپین ږیري، خو میلیونر جې مهتا په قسمت شوه او اوس سره خوښ دي.

ودیا بالن اور سدھارت رای کپور؛

له ودیا سره بیا قسمت یاري وکړه او له مشهور فلم جوړوونکي او ستوري سدهارات رای کپور سره یې په ۲۰۱۲ مېلادي کال ګډ ژوند پیل کړ. رای کپور د يوه شخصي ټلوېزیون مشر او د ډزني انډیا کمپنۍ مدیر دی.

سرخط