دپاک چاپیریال رامنځته کول

دافغانستان پلازمینه کابل له خپلو  دری میلیونو وګړو سره  هره ورځ کابو ۲۵۰۰ کثافات تولیدوي.ددی کثافاتو راټولول دښاروالې اړوند څانګې ته ډیره ګرانه ده. ددومره زیاته اندازه کثافاتو لیری کول دښاروالې له وړتیا وتلې خبره ده. ښاروالې له خپلو ۱۱۵ لاریو سره کوالای شي له ۲۵۰۰ ټنو څخه یوازی ۱۷۵۰ ټنه کثافات له ښاره بهر ولیږدوي چې په دی توګه هره ورځ یوه زیاته اندازه ېې پاتې کیږي.

دامنیتي حالاتو کړکیچن کیدل یوه بله موضوع ده چې د دی ستونزی د هوارولو په لار کې دنور کسانو د کار ګمارلو او سمبالتیا په ډګر کې ستونزې رامنځته کوي.

دغه ستونزې  یوازی د نوي لاریو او یا خو هم د نورو کارکوونکو په کارګمارلو پورې اړه نلري ښار ته د لنډ مودې لپاره راغلي وګړي  دکثافاتو تولید له دی هم پسې زیاتوي.

“کثافات چاپیریال او میشت وګړو ته ېې ډیر زیان رسوي ‎،ځکه کله چې دغه کثافات او لوخړې بادونوسره یوازی شي د پوستکي او نس ناستي په شان د ډیرو ناروغیو د خپریدو لامل ګرځي.” دغه خبره د کابل په پوهنتون کې دماشومانو د ناروغیو سلاکار ښاغلی زمری حسین څرګند کړل.

یوازی کابل دغې ستونزی سره مخامخ ندی د هیواد ډیرښارونه ورته ستونزو سره مخامخ دي. دادی افغان حکومت غواړي دښار په ټولو ښارونکو کې دغه ستونزه حل کاندی.

دکابل ښاروالې د تنظیف او سمسورتیا د ریاست مشر حبیب غوري په دی ډګر کې یوه پراخه پلان په نظر کې نیولې ده.

نوموړي یو شمیر تجربوي پروژې ترلاس لاندی نیولي ترڅو ښاریان د خپل چاپیریال پاکولو ته وهڅول شي.

دکابل ښاروالې د تنظیف او سمورتیا د ریاست چارواګو د ښار د ډیرو سیمو پراوسیدونکو وړیا پلاستیکي کڅوړی ویشلي دي خو کله چې دغه ډک کڅوړي دکثافاتود راټولو مرکز ته دعام وګړو لخوا ولیږدول شي نو  د لسو رپیو په وړاندی ېې بیرته پیري .

له دی لاری ښاریانو کابو ۱۷۹۰۰۰ مترمکعبه کثافات د لیږدولو لپاره راټولې کړيدي.

دښار چارواګو د ملګرو ملتونو هبیتات موسسې سره په همکاری کې دروغتیا په اړه دپوهاوي روزنیر خپرونې هم په لاره اچولي دي . دعامې روغتیا کارکوونکو دهیواد له ښوونځیو،کورونو، پوهنتونونو او انسټیټیونو څخه کابو ۱۷۰۰۰۰ لیدنې کړي ترڅو د روغ چاپیریال ساتنې په برخې خلکو ته اړوند روزنی او پوهاوي وړاندی کړي.

غلام محمد ملکیار دافغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداری مشر هم په دی ډګر کې یو شمیر ګامونه اوچت کړیدی.

نوموړي د حکومت هغو قوانینو پر پلي کولو ټینګار کوي چې د پلاستیک ، ربړ او نورو ناوړو توکو د سوزولو په اړه تصویب شوی دی .

هغه وړاندی ووییل:” دافغانستان قانون سره سم په آزاده هوا او چاپیریال کې د دا ډول توکو سوزول منع دی. ” ددی توکو له سوزولو څخه جوړیدونکي لوخړې چاپیریال او د خلکو روغتیا ته زیان رسوي. ”

نړیواله سوله ساتي ځواکونه هم په دی برخې کې خپله ونډه اخیستي. هغوي ژمن دي ترڅو د بګرام په هوايی ډګر کې دکثافاتو د له منځه وړلو داش ځای پرځای کړي. دآیساف د مطبوعاتي دفتر مشر ووییل:”نړیوال ځواکونه د چاپیریال ساتنه له پامه ندی غورځولې . دآیساف ځواکونو لخوا یو شمیر څارنیز پوستې جوړې شویدي ترڅو په دی ډګر کې د تړون کوونکو له کړنو څارنه وکړي. ”

دهیواد په کچه د چاپیریال ساتنې په برخې کې ګډ کارونه ښه پایلې درلودلي دي. په ارزګان ولایت کې د ترینکوت د ښاروالې چارواګو غوښتنې سره سم پنځوس د کثافاتو د راټولو صندوقونه ځای پرځای شویدي. ښاروالې له روښانه شین جامو او نارنجي واسکټونو سره دښار ډیرې برخې له کثافاتو پاکې کړیدي.

دوي دکمان بازار او استوګن ځایونو کې دکوڅو لښتي له کثافاتو پاکې کړي او خاورې او خځلې ېې له لارو لرې کړیدي.

په دی ولایت کې هره ورځ څلور د کثافاتو سترې لارې کابو ۵۸۰۰ متر مکعبه کثافات له ښار څخه بهر لیږدولي دی.

دا دښاروالی تنظیم شويو نوښتونو څخه ګڼل کیږي چې دکندهار ښار ترینکوټ ،دهلمند ولایت لښکرګاه ،دنیمروز ولایت زرنج ، ددایکندی ولایت نیلي  او دزابل ولایت قلات ښارونو کې د کثافاتو لاری او صندوقونه ځای پرځای شي.

ټول ښاریان دا غواړي چې دکثافاتو په راټولو سره خپل چاپیریال پاک کړی.

لکه چې د کابل ښاروالې د تنظیف او سمسورتیا ریاست مشر حبیب غوري ووییل:”ددی ستونزی یوازینې لاره یو بل سره همکاری او مرسته ده. خلک باید دخپل ښار په پاکونې او سمسورتیا کې  ونډه واخلی . ”

په دی وروستیو کې د ترینکوت ښار پاکونه به ددی لامل شي چې خلک  دی کار سره موافقه وکړي. “یوازی دښار ظاهري بڼه پاکه شوی نده بلکې د ښار نا وړه بوی هم له منځه تللې ده. رحیم الله  د خوراکي توکو یو تن ځوان هټې وال وايي: ” خلک نه غواړي  په ناوړه ځای کې خوراکي توکي وپیري. ” هغه وړاندی ووییل : ” ښاروالې موږ سره په پاکولو کې ډیره مرسته کړیده. ”

اوس دا ډیره مهمه خبره ده چې خلک په دی وپوهیږي چې په ټاکل شویو ځایونو کې د کثافاتو اچولو سره او د خپل چاپیریال پاک ساتلو سره روغ او سمسور چاپیریال رامنځته کړي.